تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هېلیري کلنټن: تر ماتې وروسته مې له کوره وتلو ته زړه نه کېده
هېلیري کلنټن ویلي؛ له ډونلډ ټرمپ نه تر ماتې خوړلو وروسته له ډېرې ناارامۍ یې غوښتل پرمځکې پلتۍ ووهي.
مېرمن کلنټن د امریکا پلازمېنې واشنګټن کې د ماشومانو یوې مرستندویه موسسې ته په یوه وینا کې همداراز ویلي؛ چې احساس یې کاوه نور نه غواړي له کوره بهر ووځي.
د ډیموکراتانو نوماندې خپلو خبرو کې یادونه وکړه؛ د امریکا ډېر خلک د ټاکنو پایلو ته فکر وړي دي.
هغې وویل: "زه اقرار کوم چې نن شپه دلته راتلل راته اسانه کار نه وو."
مېرمن کلنټن زیاته کړه: "د تېرې اونۍ په لړ کې مې څو ځلې غوښتل یو ښه کتاب راواخلم، پلتۍ ووهم او نور له کوره بهر لاړه نشم."
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې وویل؛ درک کوي چې ډېر خلک د ټرمپ پر بریالیتوب د ناهیلۍ احساس کوي، خو ټینګار یې وکړ چې ډیموکراتان باید تسلیم نشي.
کلنټن زیاته کړه: "امریکا ددې ارزښت لري. زموږ اولادونه ددې ارزښت لري. پر خپل هېواد باید باور ولرو. راځي د خپلو ارزښتونو لپاره مبارزه وکړو او هېڅکله تسلیم نه شوو."
مېرمن کلنټن په مجموعي ډول ټاکنې کې ډېرې رایې ترلاسه کړې وې، خو د ټاکنیزو رایو (الکټورل کالج) کې تر ډونلډ ټرمپ شاته پاتې شوه.
مېرمن کلنټن وړاندې د فدرال پولیسو پر مشر جیمز کومي نیوکې سره ویلي چې د اف بي آی لخوا د هغې د ایمیلونو قضیې بیا رابرسېره کېدو د ټرمپ پروړاندې ددې ماته کې یې اغېز درلود.
د ټرمپ تر بریالیتوب وروسته د امریکا په څو ښارونو کې اعتراضي ناستې شوې دي.
د نیویارک ښاروال بېل دې بلاسیو د امریکا له منتخب ولسمشر خصوصي ناسته کې هغه ته خبرداری ورکړی چې د ښار خلک یې د هغه د راتلونکي دولت له سیاستونو اندېښمن دي.
د نیویارک ښاروال د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۱۶مه) په نیویارک کې په ټرمپ ټاور کې له ټرمپ سره خبرې وکړې.
بېل دې بلاسیو ویلي؛ د جرمي مخینه لرونکو نژدې درېیو میلیونو ناقانانونه کډوالو د ویستلو لپاره د ښاغلي ټرمپ پروګرام به په نیویارک کې چې هغه یې د "لوړې کچې کډوالو" ښار وباله، اغېزناک ثابت نشي.