ایران او پاکستان ۱۲ تړونونه لاسلیک کړل

له ښي لوري، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له ښي لوري، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

اسلام اباد ته د ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر پر مهال ایران او پاکستان د همکارۍ ۱۲ سندونه او تړونونه لاسلیک کړل.

په دغو تړونونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، علمي او تخنیکي برخو کې همکارۍ یادې شوې دي، چې په کې د میرجاوه (تفتان) سرحدي دروازې د ګډې کارونې تړون هم شته.

له شهباز شریف سره له لیدنې وروسته ښاغلي پزشکیان په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې پاکستان "خپل دوهم کور" وباله او له اسرائیلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال یې له ایرانه د دغه هېواد له ملاتړه یو ځل بیا مننه وکړه.

ښاغلي پزشکیان له تهران څخه د پاکستان پر لور د سفر پر مهال هم پر ایران د اسرائیلو او امریکا د بریدونو په جریان کې له ایرانه د ملاتړ له امله له پاکستانه مننه کړې وه.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د غزې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د ایران له هڅو هم مننه وکړه او ویې ویل: "د پاکستان خلک، د ایران د خلکو په څېر، د غزې د خلکو د حقونو دفاع کوي."

شهباز شریف یو ځل بیا پر ایران د اسرائیلو برید وغانده: "په جون کې، اسرائیلو له قانوني اساس پرته د ایران پر ځمکه تجاوز وکړ. زه نه یوازې له خپله اړخه، بلکې د پاکستان د خلکو په استازیتوب ستاسو ملاتړ اعلانوم. د اسرائیلو دا عمل د منلو نه دی."

ښاغلي شریف همدارنګه له هند سره د پاکستان په جګړه کې له پاکستان څخه د ایران د ملاتړ له امله هم مننه کړې ده.

په اسلام اباد کې د پاکستان او ایران د مشرانو عکس

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، په اسلام اباد کې د پاکستان او ایران د مشرانو ګډ انځور چې د ښاغلي پزشکیان د هرکلي لپاره لګول شوي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته دوه ورځنی سفر کړی دی.

ښاغلی پزشکیان د شنبې په ورځ لومړی لاهور ته لاړ او د واکمن مسلم لیګ ګوند مشر محمد نواز شریف او همدارنګه د پنجاب له اعلی وزیرې مریم نواز شریف له خوا یې هرکلی وشو.

په لاهور کې د علامه اقبال د مقبرې له لیدو وروسته، ښاغلی پزشکیان پلازمینې اسلام اباد ته الوتنه وکړه او الوتکه یې د نور خان پوځي هوايي ډګر کې کښته شوه.

په اسلام اباد کې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان لپاره د ښه راغلاست رسمي مراسم د لومړي وزیر شهباز شریف په شتون کې د لومړي وزیر په ماڼۍ کې وشول.

د ښه راغلاست مراسمو په جریان کې، ښاغلي پزشکیان د پاکستان د لومړي وزیر په ماڼۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د سمبول په توګه یو بوټی هم کېناوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د لوړ پوړو چارواکو یوه ډله په دې سفر کې له ښاغلي پزشکیان سره ملګري دي.

د یکشنبې په سهار، د رسمي هرکلي مراسمو په ترڅ کې ښاغلي پزشکیان په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل: "د اسلامي هېوادونو ترمنځ ورورولي له سیاسي اړیکو ور اخوا ده، ځکه چې موږ ګاونډي هېوادونه یو له بل سره تړلی کلتور لرو. د دې یوه روښانه بېلګه د لاهور د لوی عالم علامه اقبال فکرونه او شعرونه دي. پاکستان ته له رسېدو سره سم، زه د هغه مقبرې ته لاړم چې د فاتحې لوستلو ترڅنګ، د دې تعاملاتو پر پراختیا ځانګړی ټینګار وشي."

پتېیل شوې چې ښاغلی پزشکیان به د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره تر لیدنې وروسته د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري او د پاکستان د ملي شورا او سنا له مشرانو سره هم وګوري.

ښاغلي پژشکیان د اقبال لاهوري د مقبرې د لیدنې دا انځور په خپل ایکس حساب کې خپور کړی دی.

د عکس سرچینه، X/drpezeshkian

د عکس تشریح، ښاغلي پزشکیان د اقبال لاهوري د مقبرې د لیدنې دا انځور پر خپلې ایکس پاڼه کې خپور کړی دی.

ښاغلي پزشکیان د شنبې پر ورځ، له تهرانه له الوتنې وړاندې وویل، له اسرائیلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې، پاکستان "دا تېری په کلکه وغانده او اعلان یې وکړ چې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او همدارنګه د ایران د حکومت او خلکو لپاره به هر ډول اړین ملاتړ چمتو کړي، چې دا کار یې د ستاینې وړ دی."

پاکستان د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال په ښکاره ډول پر اسرائیلو نیوکه کړې وه.

د ایران ولسمشر، د دې ملاتړ د ستایلو ترڅنګ وویل، دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د خپلمنځي سوداګرۍ کچ په کلني ډول ۱۰ میلیارډ ډالرو ته لوړ کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دې سفر په ترڅ کې ویلي، د دواړو هېوادونو ملګرتیا "پر راتلونکي ستراتیژیکه پانګونه ده."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي محمد رضا بهرامي ویلي، "امنیت او اقتصاد" د دې سفر لومړیتوبه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان، په خپله اونیزه مطبوعاتي غونډه کې وویل، ایران زموږ نږدې ملګری او زموږ ورور ګاونډی دی: "موږ د کړکیچونو او د ستونزو کمولو لپاره د ډیپلوماټیک حل موندلو کې مثبت رول لوبولو ته ژمن یو. موږ چمتو یو چې دا رول ولوبوو او دې رول ته به دوام ورکړو."

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې ډیپلوماټیکې سرچینې وايي، پاکستان ورو – ورو د امریکا او ایران ترمنځ د نامستقیمو تعاملاتو د اسانتیا رامنځ ته کولو کې خپل رول لوبوي.

وړاندې داسې راپورونه وو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي بروس ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په خپله وروستۍ لیدنه کې، "له ایران سره د خبرو اترو په منځګړیتوب کې رغنده رول لوبولو ته د لېوالتیا" له امله د پاکستان ستاینه کړې ده.