ایران کې د پاکستانیانو وژل کېدل: شهباز شریف د عاملینو د نیول کېدو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Tasnim News
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران په سیستان- بلوچستان ایالت کې د ۸ پاکستانیانو وژل کېدو پر پېښه خواشیني څرګنده کړې او د ایران له حکومته یې غوښتي چې د پېښې عاملین ونیسي.
له دې مخکې د ایران (حال وش) نومي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي وو چې وژل شوي پاکستانیان د پنجاب اوسېدونکي وو او په ایران کې یې د ګاډو ترمیم مزدوري کوله.
په دې رپوټ کې زیاته شوې، د وژل شویو کسانو مړي د مهرستان په یوه کلي کې په داسې حال کې موندل شوي چې لاس- پښې یې تړل شوي وو.
د شنبې پر ورځ په دې هکله د پاکستاني لومړي وزیر له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې'' ایراني چارواکي باید سملاسي د پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.''
د پاکستان لومړی وزیر وايي، ''ترهګري د سیمې ټولو هېوادونو لپاره ویجاړونکی خطر دی.''
بل لور په اسلام اباد کې د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې دا پېښه ''غیر انساني او بزدلانه'' بللې ده.
په اعلامیه کې د پېښې تفصیل له یادولو پرته ویل شوي، چې ''ترهګري د ټولې سیمې لپاره پخوانی او شریک خطر دی او د دې ناوړه پېښو مخنیوي لپاره د ګډو او ټولیزو هڅو ته اړتیا ده.''
(بي این اې) یا بلوچ ملتپال پوځ نومې ډلې د دغو کسانو د وژلو مسوولیت منلی دی.
ګومان کېږي چې دا لومړی ځل دی، چې دا ډله په ایران کې د پاکستانیانو وژلو ادعا کوي.
د دې ډلې لخوا له دې مخکې پاکستان کې د ناامنیو ځینو پېښو مسوولیت منل شوی و.
د رپوټونو له مخې دې ډلې وروستی ځل د پاکستان په لاهور کې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د یوه بمي برید ادعا کړې وه، چې درې کسان پکې وژل شوي او ۲۶ کسان پکې ټپیان شوي وو.
د رپوټونو له مخې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د بلوڅ جمهوري پوځ (بي ار اې – ګلزار امام ډلې) او متحده بلوڅ پوځ ( یو بي اې) له یو ځای کېدو وروسته دې ډلې ته د بي این اې نوم ورکړل شو.
اټکل کېږي چې د بلوچستان د پنجګور سیمې ګلزار امام شنبې به د دې ډلې لومړنی مشر و.






















