د یمن جګړې د پای ته رسېدو هیلې؛ د حکومت او حوثي یاغیانو تر منځ د بندیانو تبادله پیل شوې

یمن

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

په یمن کې په جګړه کې د ښکېلو خواو تر منځ په لوړه کچه د بندیانو تبادله پیل شوې او دې د یمن جګړې د پای ته رسېدو په اړه هیلې راټوکولې دي.

د یمن حکومت او حوثي وسله والو تر منځ د شاوخوا ۹۰۰ بندیانو تبادله پیل شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې ټولنې ویلی، بندیان د حوثي یاغیانو تر واک لاندې سیمې صنعاء نه د حکومت په واک کې پلازمېنې عدن ته لېږدول کېږي.‌

تمه ده چې د بندیانو په بدل کې د بندیانو د خوشې کولو دا بهیر به په درو ورځو کې ترسره شي.

د سعودي عربو ملاتړ لرونکي یمني حکومت او د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو تر منځ په تېره شاوخوا اته کلنه جګړه کې نږدې ۱۵۰ زره کسان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو دا د نړۍ تر ټولو ناوړه انساني کړکېچ بللی، ځکه چې د دغه هېواد کم زیات ۸۰ سلنه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوازې پر مرسته کېدونکو خوړو ګوزارې کولو ته اړ دي.

د دې اوونۍ په لومړیو کې په صنعاء کې د سعودي پلاوي او حوثي یاغیانو تر منځ خبرو او په پایله کې یې د بندیانو تبادله له ۲۰۲۰ راهیسې د باور جوړونې تر ټولو لویه هڅه بلل کېږي. تمې دي چې له دې سره ښايي دواړه غاړې د جګړې د پای ته رسولو په اړه هم پرېکړې ته سره ورسېږي.

د سعودي او ایران ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو د رغېدو اغېز

یمن

د عکس سرچینه، EPA

د یمن جګړه په ۲۰۱۴ کې هله پیل شوه چې حوثيانو پر پلازمېنه صنعاء او د دغه هېواد پر شمالي سیمو برید او ولکه وکړه.

همداراز د یمن او سعودي عربستان ګاونډی عمان هم له کلونو راهیسې هلته د روانې جګړې د درولو هڅه کوي.

له هغه راهیسې چې د چین په مرسته د سعودي او ایران تر منځ د سفارتي او ډيپلوماتیکو اړیکو د رغولو هوکړه شوې، په یمن کې د جګړې د درولو هڅې چټکې شوې دي.

سره صلیب ټولنې ویلي چې دوی به خپلې الوتکې د یمن او سعودي ښارونو تر منځ‌ د بندیانو د لېږد رالېږد لپاره وکاروي.

د دې ټولنې سيمه ییز مشر فابریزیو کاربوني ویلي، "د خیر ښېګڼې په دغه ګام کې د جګړې له کبله سره بېلې شوې سلګونه کورنۍ به د روژې په مبارکه میاشت کې بېرته سره یو ځای شي او دا د دومره لویو مصیبتونو تر منځ د هیلې راټوکېدل دي"

د یمن جګړې په ۲۰۱۵ کې هله سخت زور واخیست چې حوثي یاغیانو د دغه هېواد لویديځې سیمې هم ولکه کړې او د یمن ولسمشر منصور هادي له هېواده وتلو ته اړ شو.

وروسته د سعودي په مشرۍ د عربي هېوادونو اتحاد پوځي مداخله وکړه او د هغه واک یې خوندي‌ کړ.‌

د شمېرو له مخې تر اوسه په دې جګړه کې تر ۱۵۰ زره ډېر کسان وژل شوي او د نفوس درېيمه برخه یاني تر څه باندې دوه میلیونه وګړي یې په یو نا یو ډول مرستو ته اړتیا لري.