د یمن ولسمشر واک د ولسمشرۍ شورا ته سپارلی

منصور هادي

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي خپل واک د ولسمشرۍ رهبري شورا ته سپارلی او ولسمشر مرستیال یې له دندې ګوښه کړی دی.

د یمن ولسمشر وايي، دا شورا به چې ده واک ورسپارلی د یمن سیاسي، نظامي او امنیتي چارې پر مخ بیايي.

دا شورا به یو مشر او اووه غړي ولري، چې د مشرتابه چارې به یې د کورنیو چارو پخواني وزیر رشاد العالمین ته سپارل کېږي.

یمن اوسمهال د سعودي عرب ملاتړي حکومت چې په نړیواله توګه په رسمیت پېژندل شوی او د حوثي یاغیانو تر منځ وېشلی، چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري.

اوسمهال حوثي یاغیانو پلازمېنه صنعا کې او د یمن رسمي حکومت په عدن ښار کې خپل مرکزونه جوړ کړي دي.

بل لور سعودي عربستان وايي، دوی د ولسمشرۍ شورا ته د واک سپارلو لړ کې د ښاغلي هادي د اعلان ''هرکلی '' کوي.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي:

''د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي د یمن اساسي قانون له مخې او د خلیج همکارۍ شورا په نوښت '' دا پرېکړه کړې ده.

په رپوټ کې ویل شوي، سعودي حکومت د دې پرېکړې ملاتړ په توګه د یمن لپاره د درې میلیارده ډالرو مرسته منلې ده.

له دې مبلغه به دوه میلیارده ډالر د سعودي عرب او متحدو عربي اماراتو له لوري د یمن مرکزي بانک ته وسپارل شي او سعودي عرب به په ځانګړې توګه ۶۰۰ میلیونه ډالر د نفتو پېرلو صندوق او ۴۰۰ میلیونه ډالر د پرمختیايي پروژو لپاره یمن ته ورکړي.

په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، سعودي عرب به له یمن سره د ملګرو ملتونو بشردوستانه مرستو پروګرام او د ''یمن خلکو ژوند شرایطو ښه کولو او خدمتونو وړاندې کولو '' برخه کې هم درې سوه میلیونه ډالره مرسته وکړي.

په رپوټ کې راغلي، سعودي حکومت د یمن له رهبرۍ شورا غوښتي چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب له حوثي یاغیانو سره د سولې هغه مذاکرات روان وساتي چې هدف یې د یوه جامع سیاسي حل رامنځته کول او انتقالي حکومت ته لار هوارول بلل کېږي.

عبد ربه منصور هادي په ۲۰۱۲ کال کې د عرب پسرلي په نامه پاڅونونو پر مهال د یمن سرپرست ولسمشر وټاکل شو، چې په دې هېواد کې ولسواکۍ ته زمینه برابره کړي، خو په ۲۰۱۴ کال کې حوثي یاغیانو پلازمېنه صنعا ښار ونیو، ښاغلي هادي عملاً واک له لاسه ورکړ، له پلازمېنې ووت، خو وروسته یې د هېواد په سویلي ښار عدن کې د حکومت مرکز رامنځته کړ.