جرمني: طالبان د مشروع واکمنو په توګه نه پېژنو

    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي، که طالبان خپلې اوسنۍ تګلارې روانې وساتي، د افغانستان د مشروع واکمنو په توګه نه پېژني.

له تېر اګست راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د طالبانو حکومت تر اوس هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک په اسلام اباد کې یوې خبرې ناسته کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان د طالبانو تر واکمني لاندې بشري حالت "خورا بد" دی.

اغلې بیربوک زیاتوي " تر هغې چې طالبان پر خپلو لارو همداسې روان وي، د اړیکو د عادي کېدو لپاره ځای نشته او د رسمیت پېژندلو لپاره یې فرصت لا کم دی"

خو د جرمني دبهرنیو چارو وزیره وايي" د افغانستان خلک له پامه نه غورځوي او بشري مرستې به ور استوي."

اغلې بیربوک له نړیوالې ټولنې همدارنګه غوښتنه وکړه ، چې په افغانستان کې د طالبانو مشرانو ته دا پیغام ورسوي چې په غلط لوري روان دي.

نوموړې پاکستان ته په دوه ورځني رسمي سفر تللې ده او دا څرګندونې یې هلته یوې خبري غونډه ته کولې.

طالب چارواکو د ښاغلې بیربوک څرګندونو په اړه تر دې مه غبرګون نه دی ښودلی.

میرمن بیربوک وايي:" هغه څه چې دننه افغانستان کې پېښېږي، مونږ پرې ډېر لږ اغېز لرو".

نوموړې وویل، افغانان له بېلابېلو ناورینو سره لاس او ګریوان دي او وايي: "دا د افغانانو خطا نه وه چې حکومت یې طالبانو وپرځاو."

په همدې حال کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري بیا وايي، نړۍ خپل ټول پام اوکرایین ته اړولی دی او افغانان له پامه غورځول شوي دي.

ښاغلی بوټو وايي ، دوی هیله لري طالب چارواکي به د بشر حقونو او د ترهګرۍ د ختمولو برخه کې د نړۍ هیلو ته مثبت ځواب ورکړي.

میرمن انالینا بیربوک د افغان کډوالو په اړه هم وايي : "د پاکستان له لارې جرمني ته د افغان کډوالو د استولو بهیر له سره تنظیم وي چې دا چارې ګړندۍ کړي."

د جرمني چارواکي وايي، تېرو څو میاشتو کې څه باندې ۱۴ زره افغانان جرمني ته وړل شوي دي.

میرمن بیربوک وايي، دوی هڅه کوي نه یوازې هغه کسان چې له جرمني سره یې په افغانستان کې کار کړی له دې هېواده بهر کړي بلکې هغه کسان هم جرمني ته بیايي چې ژوند ته یې ګواښ پېښ وي.

په دغو کسانو ښځینه فعالانې، خبریالان او د دوی کورنۍ شاملې دي. جرمني یو له هغو اروپايي هېوادونو کې د افغانستان په بیا رغونه کې یې پراخه ونډه لرله.