تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زېلېنسکي: نړۍ دې د روسیې یرغل پای ته رسولو لپاره یو لاس شي
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې غوښتنه کړې، چې نړۍ دې پر اوکرایین د روسیې یرغل پای ته رسولو لپاره یو لاس شي.
ښاغلي زېلېنسکي وویل پر اټومي وسلو سمبال مسکو باید "وروستۍ جګړې ته د نړۍ له ورټېل وهلو" راوګرځول شي.
هغه روسیه تورنه کړه چې له خوراکي توکو رانیولې تر انرژۍ، له هر څه د وسلې په توګه ګټه اخلي.
پر اوکرایین د روسیې یرغل په نړیواله کچه له پراخ انتقاد سره مخامخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د اوکرایین د ولسمشر د وینا ډېره برخه د روسیې لخوا نړۍ ته پر ورپېښ خطر متمرکزه وه.
هغه وویل چې د اقلیم د بدلون په څېر د نړۍ ګډه ننګونه یوازې هغه مهال ځوابېدای شي، چې مسکو په شا وتمبول شي.
ښاغلي زېلېنسکي وویل "روسیه نړۍ وروستۍ جګړې ته ورټېل وهي. اوکرایین د دې ډاډمنېدو لپاره هر څه کوي چې د روسیې له یرغل وروسته په نړۍ کې بل څوک دا جرات ونه کړي، چې پر کوم هېواد برید وکړي."
هغه دا هم وویل چې روسیه د اټومي وسلو د درلودلو حق نه لري.
د اوکرایین ولسمشر پر دې ټینګار وکړ چې "د وسله والېدو مخه باید ونیول شي، جنګي جرایم سزا وګوري، وتلي خلک باید کورونو ته راستانه شي او یرغلګر بېرته خپلې خاورې ته وګرځي."
نوموړي زیاته کړې چې دغه هدف ته رسېدو لپاره "باید متحد واوسو او دا کار به خامخا کوو."
هغه همدا راز مسکو تورن کړ چې د اوکراییني ماشومانو په تښتولو سره نسل وژنه کوي.
د جرمونو نړیوالې محکمې تېر مارچ کې په ناقانونه توګه روسیې ته د اوکراییني ماشومانو د لېږدولو د تور له کبله د ولادیمیر پوتین د نیول کېدو نړیوال حکم صادر کړ.
مسکو که څه هم په وار وار د اوکرایین تورونه رد کړي، خو ګڼو نړیوالو څېړونکو او سازمانونو داسې ډېرېدونکي شواهد موندلي چې روسیې دې په اوکرایین کې جنګي جرمونه ترسره کړي وي.
د اوکرایین ولسمشر د مشکوکو معاملو له لارې د جګړې پای ته رسولو هڅو د ناوړه پایلو خبرداری هم ورکړ او ویې ویل چې د جګړې پایله پر ټولو اغېزه لري.
نوموړي زیاته کړې د روسیې هدف دا دی چې اوکرایین "ستاسې او پر نړیوال نظم د ولاړو ارزښتونو خلاف د وسیلې په توګه وکاروي."
له ولودمیر زېلېنسکي مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم خپله وینا کې خبرداری ورکړی و چې که د روسیې یرغل ونه درول شي، نو پایلې به یې ناوړه وي.
ښاغلي بایډن ویلي و "روسیه پر دې باور ده چې نړۍ به ستړې شي او پرته له دې چې پایلې یې وګوري، اجازه به ورکړي چې اوکرایین کې تاوتریخوالی وکړي."
هغه زیاته کړې وه چې "که پرېږدو چې اوکرایین ووېشل شي، نو ایا د نړۍ د کوم هېواد خپلواکي به خوندي وي؟"
بلخوا د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي بیا چې هېواد یې روسیې ته د اوکرایین جګړې لپاره ډرونونه ورکوي او د مسکو نږدې متحد بلل کېږي، واشنګټن تورن کړ چې ګواکې د اوکرایین د جګړې پر اور تېل پاشي.
هغه وویل "د امریکا متحد ایالتونه په اوکرایین کې د تاوتریخوالي اور ته د دې لپاره لمن وهي چې اروپايي هېوادونه کمزورري کړي. په خواشینۍ سره چې دا یو اوږدمهاله پلان دی."