د پاکستان پنجاب کې مقدساتو ته د مشکوک سپکاوي ادعا؛ قهرېدلو احتجاج کوونکو پر پولیسو ډبرې ورولې

پاکستان

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

پاکستان کې د پنجاب پولیس وايي، د دغه ایالت سرګوده ښار کې اسلامي مقدساتو ته د مشکوک سپکاوي پر خلاف له تاوتریخوالي ډک احتجاج کې لس پولیس ټپیان شوي دي.

پولیس وايي، احتجاج کوونکو غوښتل چې په جهاد کالونۍ کې پر څو مېشتو عیسوي کورنیو برید وکړي، خو دوی یې مخه نیولې ده.

قهرېدلو احتجاج کوونکو غبرګون کې پر پولیسو ډبرې ورولې دي.

د پنجاب د پولیسو مشر له دفتره په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې پولیسو "پر وخت د ځان رسولو سره نه یوازې دا چې ۱۰ کسان وژغورل، بلکې حالات یې هم کنټرول کړل. ځاني زیان نه دی اوښتی. د قهرېدلو کسانو د ډبرو ګوزارونو کې له ۱۰ ډېر پولیس سرتېري او افسران ټپي شوي دي."

په بیان کې زیاته شوې چې پولیسو "خطر ته د ځان په ورکولو سره کورنۍ وژغورلې او له هلې ګولې واېستلې. د پولیسو پر وخت اقدام سره سرګودا له یوې سترې غمیزې وژغورل شوه."

پاکستان

د عکس سرچینه، Punjab Police

هممهاله د سرګودهې د پولیسو مشر اعجاز ملهي ویلي، له دوه زره ډېر سرتېري د امنیت ساتنې دنده پر مخ وړي او دا چې چا ته به د ورانکارۍ اجاره ورنکړل شي.

هغه پر عامو خلکو هم غږ کړی چې "له پولیسو سره د شرخوښو خلاف همکاري وکړي."

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون دا پېښه غندلې ده او له پولیسو یې غوښتي چې د مسیحي ټولنې امنیت خوندي کړي.

پاکستان کې مخکې هم اسلامي مقدساتو ته د مشکوک سپکاوي د ادعاو له مخې د تاوتریخوالي بېلابېلې پېښې رامنځ ته شوې او کسان هم پکې وژل شوي دي.

احتجاج ولې پیل شوی؟

پاکستان

د عکس سرچینه، Punjab Police

د سرګودهې پولیسو ویاند عابد حسین بي بي سي ته ویلي، احتجاج شنبه سهار تر هغې وروسته پیل شو چې په مجاهد کالونۍ کې د مسلمانانو سپېڅلي کتاب "قرآنکریم" ته د مشکوک سپکاوي د ادعا ګنګوسې خپرې شوې.

په دغه ځای کې څو کورنۍ عیسویان ژوند کوي.

عابد حسین زیاتوي چې "له دې ادعا وروسته سلګونه کسان د چپاو په ډول سیمه کې راټول شول."

د نوموړي په وینا 'یوه عیني شاهد ویلي چې د خلکو قهرېدلې ډلې د دیني لږکیو پر کورونو او کاروبارونو د ورختلو هڅه کوله."

دی وايي پولیسو وروسته ټوله سیمه کلابنده کړې، چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي او دا چې په موقت ډول په مجاهد کالونۍ او شاوخوا سیمو کې د موبایل تلېفون سېګنل هم بند شوی دی.

بلخوا د سرګودهې ډوېژن د پولیسو کمېشنر محمد اجمل بهټي ویلي د دې پېښې په اړه رڼې څېړنې کېږي او ښکېلو کسانو به د قانون له مخې سزا ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه چې پولیسو دغه ځای کې ټول مېشت عیسویان له قهرېدلو لاریونانو ژغورلي او خوندي ځای ته لېږدولي دي.

هغه پر خلکو غږ کړی چې په ګنګوسو پسې دې نه ګرځي او امن دې نه خرابوي.

پاکستان

د عکس سرچینه، EPA

د پنجاب پولیس که څه هم وايي، خلک یې وراني ته نه دي پرېښي، خو یوه عیني شاهد بیا بي بي سي ته ویلي، پارېدلو احتجاج کوونکو د بوټانو یوې کارخونې ته اور اچولی او له یو شاوخوا ۷۵ کلن سړي سره یې زور زیاتی کړی دی.

دی وايي وروسته پولیسو او یو شمېر ځايي اوسېدونکو دغه کس وژغوره.

پولیسو هم ویلي، چې یو ټپي کس یې روغتون ته لېږدولی، خو د هغه روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ بللی.

په مجاهد نکر سیمه کې ګڼ مسیحیان مېشت دي او یوه کلیسا هم پکې ده. رپوټونه وايي، "قهرېدلو خلکو هلته هم د ورتګ هڅه کړې، خو پولیسو له ورتګ او ورانکارۍ راوګرځول."

د سرګودهې د پولیسو ویاند عابد حسین هم ویلي چې "د عیسوي کورنۍ او کلیسا خوندي شوې وه."

پاکستان

د عکس سرچینه، EPA

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون پر دې پېښه اندېښنه ښودلې او له پولیسو یې غوښتي چې د عیسویانو امنیت خوندي کړي.

دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغلته د مېشتو عیسويانو "ژوند ته جدي خطر پېښ دی"، پولیس باید مجرمان وځپي او مسیحي ټولنې ته د زیان اوښتلو مخه ونیسي.