د خاورې نړیواله ورځ؛ 'د ځمکې بقا د خاورې او اوبو ترمنځ پر ارزښتناک تړاو پورې تړلې'

د خپرېدو وخت

ملګري ملتونه نن (ډسمبر پنځمه) د خاورې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي. د دې ورځې د لمانځنې موخه دا ده چې د خاورې او اوبو په اړه چې د کرنیزو حاصلاتو اصلي سرچینې دي پوهاوی ډېر شي او خلک وهڅول شي چې د دې دوو سرچینو د پیاوړي کولو په برخه کې ونډه واخلي.

ملګري ملتونه وايي د ځمکې د کرې بقا د خاورې او اوبو ترمنځ ارزښتناکو اړیکو پورې اړه لري ځکه چې د انسانانو د خوړو ۹۵ سلنه له همدې دوو سرچینو نه ترلاسه کېږي.

خاوره کې اوبه د نباتاتو د غذايي موادو او چاپېریالي سیستمونو لپاره اړین دي او د خاورې او اوبو ترمنځ اړیکه په نړۍ کې د کرنیزو سیستمونو بنسټ جوړوي، خو د انسانانو فعالیتونه د دې لامل شوي چې اقلیم بدلون ومومي چې په پایله کې یې کرنیزې ځکمې کم قوته شوي او په دې توګه فشار پر دویمې سرچینې چې اوبه دي ډېر شوی دی.

ملګري ملتونه وايي دا حالت د اوبو او خاورې ترمنځ طبیعي انډول ګډوډوي چې ورسره د اوبو کچه هم د هر ډول اړتیا لپاره کمېږي. ملګرو ملتونو د خاورې په نړیواله ورځ د ځینو تدابیرو یادونه کړې چې ورسره کرنیزه خاوره صحي یا پیاوړي کېدای شي.

په دې تدابیرو کې د خاورې ښه مدیریت، دومداره یې نه کرل، د اصلي تخمونو کرل، د بېلا بېلو توکو کرل او د کروندو پوښل شامل دي. ویل شوي دغه چارې کولای شي چې نه یوازې کرنیزه خاوره صحي او پیاوړي کړي بلکې له دې سره به سمسورتیا هم ډېره شي او د پام تر کچې به د اقلیم له بدلون سره مبارزه کې هم مرسته وکړي.

کارپوهان وايي یو کیوبیک صحي خاوره کولای شي چې څه باندې ۲۵۰ لیتره اوبه وساتي او که له خاورې نه په ناوړه توګه یعنې هغسې چې نه ښايي ګټه اخیستل کېږي نو له دې سره د خاورې د حاصل ورکولو وړتیا کمېږي او نه شي کولای چې په سمه توګه اوبه وساتي.

د کارپوهانو له انده په داسې حال کې چې ورځ تر بلې د نړۍ نفوس په ډېرېدو دی او د اقلیم د بدلون ننګونې تر بل هر وخت ډېرې دي دا کار د حاصلاتو د کمېدو سبب کېږي.

ملګري ملتونه وايي د خاورې د نړیوالې ورځې لمانځل ټولو خلکو ته یوه یادونه ده چې د کرنیزې خاورې یا ځمکې په پیاوړي کولو کې ونډه واخلي.

د خاورې نړیواله ورځ د ۲۰۱۳ کال د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې ومنل شوه او په لومړي ځل د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په پنځمه نېټه ولمانځل شوه. تر هغه وروسته هر کال د ډسمبر په پنځمه نېټه لمانځل کېږي.