تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امیر خان متقي د هند له ځانګړي استازي سره لیدنه کې 'د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتولو خبرې کړې'
د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي جي پي سینګ په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په کابل کې لیدلي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس خواله رسنۍ په دې هکله یوه پیغام کې ویلي، ښاغلي متقي په دې لیدنه کې د افغانستان او هند تر منځ ''د سیاسي او او اقتصادي اړیکو پراختیا'' او په ځانګړې توګه ''د چاه بهار بندر له لارې د سوداګرۍ ودې'' هیله څرګنده کړې.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د ''هند بشردوستانه مرستو'' مننه کړې او په وینا یې د خپل متوازن بهرني سیاست پر بنسټ له هند سره د سیمې یوه مهم هېواد په صفت د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړي.
نوموړي دغه راز له هندي استازي غوښتي چې د افغانانو لپاره د هند تعلیمي، سوداګریزو او درملنې ویزو په اسانه کولو کې مرسته وکړي.
د هند ځانګړي استازي نن په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره هم لیدلي دي.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې له هند سره د سوداګرۍ ودې لپاره هغه هوايي دهلیز بیا پرانیست چې په ۲۰۱۹ کې یې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت بنسټ ایښی و.
د افغانستان مخکیني حکومت په وروستیو کلونو کې ویل کېدل، چې له هند سره د افغانستان د سوداګریزې راکړي، ورکړي کچه نژدې یو نیم میلیارد ډالرو ته رسېده، خو د تېر کال د شمېرو له مخې دا کچه یوازې ۲۴ میلیونو ډالرو ته ټیټه شوې ده.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې چې طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړ، د نورو هېوادونو په څېر هندي دیپلوماتان هم له افغانستانه ووتل، خو پوره یو کال وروسته د ۲۰۲۲ په اګست کې له سفیر پرته د هندي دیپلوماتانو یوه ډله کابل ته د هند سفارت پرانیستلو په موخه ورسېده.
د هند این ډي ټي وي خبري شبکې هغه مهال د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر له قوله ویلي و چې د هندي دیپلوماتانو یوه ډله ''له افغانستان سره تاریخي اړیکو ته په کتو د ولسي اړیکو د دوام په خاطر '' استول شوې ده.
د یادونې ده، چې په دا وروستیو میاشتو کې افغان سوداګرو ویلي، چې د خپلو سوداګریزو توکو لېږد، رالېږد لپاره یې د پاکستان کراچۍ بندر پر ځای د ایران چاه بهار بندر لارې ته مخه کړې ده.
د ایران په سویل ختیځ کې چاه بهار بندر د افغانستان ودې او پرمختیا لپاره پر ایران د امریکا متحدو ایالتونو له لګول شویو بندیزونو ''مستثنی'' بلل شوی دی.