تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: یو مشکوک وسله وال نیولی؛ وايي "د یو ګاونډي هېواد" استخباراتو ته یې کار کاوه
د پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې د کراچۍ ښار "سرباز بازار" کې د چاپې په ترڅ کې د یوه وسله وال کس د نیولو اعلان کړی دی.
د دې ادارې لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس "سید محمد مهدي" نومېږي، له "زینبیون لوا" سره تړاو لري او د "یوه ګاونډي هېواد د استخباراتي ادارې" لپاره یې کار کاوه.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې دغه کس څېړنو پر مهال د خپلو دوو ملګرو 'سید رضا جعفري' او 'عابد رضا' نومونه اخیستي دي، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې پر مفتي تقي عثماني د برید په ګډون په ګڼو هدفي وژنو کې لاس درلود.
خبرپاڼه دا هم لیکي، چې د نیول شوي شکمن کس په کور کې وسلې او چاودېدونکي توکي نیول شوي چې د دوی په وینا د دښمن د استخباراتي ادارې له خوا چمتو شوي وو.
"هغه د هدفي وژنو لپاره لاسي بمونه، وسلې او مهمات پېرل او د وسلو او مهماتو په پېرلو کې يې هم لاس درلود."
د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې دا نه ده ډاګیزه کړې، چې دغه کس د کوم هېواد استخباراتو ته کار کاوه، خو د زینبیون لوا په اړه ویل کېږي چې د فاطمیون په څېر د ایران سپاه پاسداران جوړه کړې، ډېر غړي یې د پاکستان شیعه مذهبه دي او د سوریې په جګړه کې یې د ولسمشر بشار الاسد حکومت د ملاتړ لپاره کارولې ده.
دا خبر داسې مهال مخ ته راځي چې ایران او پاکستان تېره اوونۍ د یو بل خاوره کې پر ځينو اهدافو د توغندیو بریدونه وکړل.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ایران د سیستان او بلوچستان په سروان سیمه کې د خپلو ځواکونو د بریدونو په تړاو ویلي و چې ''یو شمېر ترهګر پکې وژل شوي دي.''
خو د ایران د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي و، په دغو بریدونو کې "د څلورو ماشومانو" په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.
تر هغې یوه ورځ مخکې ایران د پاکستان د بلوچستان پنچګور کې د جېش العدل نومې ډلې پر پټنځایونو د بریدونو خبر ورکړی و.