طالبان: تورخم دروازه د هر راز تګ-راتګ پرمخ پرانیستل شوه
د طالبانو حکومت وايي، له نژدې یوې اونۍ تړل کېدو وروسته د افغانستان په ختیځ کې د تورخم دروازه د هر راز تګ-راتګ پر مخ تړل شوې وه، د خلکو او سوداګریزو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.
د تورخم کمیساري وايي، له پاکستاني چارواکو سره د دغې دروازې د بېرته پرانیستل کېدو په اړه یې خبرې وکړې.
د تورخم کمیسار مولوي محمد صدیق خالد ویلي، دا دروازه د خلکو تګ – راتګ ته بېرته پرانیستل شوه.
"پرون مو له پاکستاني چارواکو سره جلسه درلوده، پرېکړه وشوه چې دروازه به پرانیستل کېږي او د راتلونکې لپاره ستونزې نه رامنځته کېږي".
د ښاغلي خالد په وینا، د ترانزیت او سوداګریزو مالونو د لېږد په اړه هم خبرې شوې.
د تورخم کمیسار وویل، د تورخم دروازې له لارې هره ورځ له نهو میلیونو تر ۲۵ میلیونو افغانیو عواید د طالبانو حکومت خزانې ته ور زیاتېږي.
درې ورځې وړاندې، د طالبانو حکومت وویل، د دوی له لوري دروازه پرانیستل شوه، خو پاکستاني لوري تړلې ده.
ددغې دروازې د تړل کېدو په درشل کې کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ یو پلاوی تللی و او د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ملي دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو له چارسمبالو وزیرانو او د استخباراتو له لوی رییس سره یې کتلي وو.

د عکس سرچینه، Taliban
تر دې لیدنې وروسته د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې ښاغلي برادر پاکستاني پلاوي ته ویلي: " تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د عاجلو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي."
د دروازې د تړل کېدو په ورځ د افغان او پاکستان لورو ترمنځ د ډزو د تبادلې خبر هم ورکړل شوی و.
طالبانو ویلي وو، چې د تورخم دروازه د پاکستاني اړخ له لوري د کړو ژمنو د نه عملي کېدو په غبرګون کې د طالب مشرانو د لارښوونو پربنسټتړلې شوې ده.
په ډیورنډ کرښه تورخم، سپین بولدک او نورې دوازې وخت ناوخت د عامو خلکو د تګ راتګ او سوداګرو پر مخ تړل کېږي چې ټولو ته ډېر زیان هم اړوي.






















