د طالبانو حکومت وایي تورخم دروازه دوی پرانېستې خو پاکستاني لوري بیا بنده کړې

Pakistan

د عکس سرچینه، nmic

د عکس تشریح، د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر نن سهار له دغه عکس سره لیکلي وو چې تورخم دروازه پرانیستل شوې
د خپرېدو وخت

د طالبانو لخوا اداره کېدونکی باختر دولتي اژانس وایي د ختیخ ننګرهار ولایت ځایي چارواکو منلې چې تورخم دروازه نن سهار د دوی له لوري پرانېستل شوه خو پاکستاني لوري تړلې ده.

طالب چارواکو له خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا تورخم ته تګ راتګ ونه کړي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تورخم دروازې د بېرته پرانیستې خبر کابل ته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ د یوه پلاوي له سفر یو ورځ وروسته ورکړل شوی وو.

نن سهار د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر اړوند ټویټر لیکلي وو "تورخم دروازه د مسافرينو، ترانزيټ او سوداګرو د تګ راتګ په موخه په بشپړ ډول خلاصه شوه."

د تورخم کمیسار مولوي محمد صدیق تېره یکشنبه ناوخته ویلي وو، دا دروازه د هر ډول تګ- راتګ، ټرانزیتي او سوداګریزو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

تر هغې وروسته دغلته د دواړو هېوادونو د سرحدي ساتونکو ترمنځ د ډزو د تبادلې خبر هم ورکړ شوی و.

د باختر اژانس د خبر له مخې، هغه دا هم ویلي و چې تورخم دروازه یې د پاکستاني اړخ له لوري د کړو ژمنو د نه عملي کېدو په غبرګون کې د طالبانو حکومت د مشرانو د لارښوونې پر بنسټ تړلې ده.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پرون چارشنبه یوه لنډ بیان کې ویلي و چې د تورخم سرحدي دروازه پنجشنبه بېرته د هر ډول تګ راتګ په مخ پرانیستل کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

سفارت اعلامیه کې راغلي چې تورخم دروازه به د مساپرو، او سوداګرۍ دواړو لپاره پرانیستې وي.

د دې دروازې د بېرته پرانیستې خبر له هغې وروسته ورکول کېږي چې پرون چارشنبه د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی و.

دغه پلاوي د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د دوی د ملي دفاع،‌ کورنیو او بهرنیو چارو له سرپرستو وزیرانو او همدا راز د استخباراتو لوی ریاست له مشر وکتل.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

تر دې لیدنې وروسته د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې ښاغلي برادر پاکستاني پلاوي ته ویلي: " تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د عاجلو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي."

په ډیورنډ کرښه تورخم، سپین بولدک او نورې دوازې وخت ناوخت د عامو خلکو د تګ راتګ او سوداګرو پر مخ تړل کېږي چې ټولو ته ډېر زیان هم اړوي.