اترا: افغانستان کې تېر یو کال د مخابراتي شرکتونو پوښښ پراخه شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره (اترا) وایي، په تېر یوه کال کې د مخابراتي شرکتونو شاوخوا دوه زره سایټونه (انتنونه)، چې د جګړې له کبله تخریب یا غیر فعال وو، بېرته رغېدلي او فعال شوي دي .
د هلمند د باغران ولسوالۍ اوسېدونکی خادم لپاره دا مهم بدلون دی، چې په لومړي ځل خپل کور کې ناست او د ټیلیفون له لارې د خپلو دوستانو له حاله ځان خبروي .
باغران د هلمند مرکز لښکرګاه شمال لور ته په ۱۲۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده، چې په تېرو شلو کلونو کې د ځایي خلکو په خبره د ژوندانه هېڅ ډول اسانتیاوې نه دي ورته وړاندې شوې، خو ښایي د مخابراتي شبکو فعالیت په دغه ولسوالۍ کي لومړی ګام وي .
د دې ولسوالۍ اوسېدونکی خادم وایي که څه هم د نوي مخابراتي سایټ (آنتن) د پوښښ ساحه محدوده او یوازې د ولسوالۍ مرکزي برخو کې کار کوي خو خوښ په دې دی، چې هر کله وغواړي له خپلوانو سره اړیکه ټینګولای شي .
ځای خلک وایي په تېرو دوو لسیزو کې له نورو سیمو سره د اړیکو ټینګولو لپاره د ولسوالۍ بازار کې یوازې یو ټیلیفون و، چې د اړیکو نیولو لګښت یې زیات او په یوه محدود وخت کې یې فعالیت کاوه .
په ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو بیا فعالېدو سره په ګڼو سیمو کې دغه چوپړونو ته د لاسرسي لپاره د سیم کارټونو غوښتنه هم زیاته شوې ده .

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د انټرنېټ ټیټ کیفیت او لوړې بیې
په افغانستان کې د مخابراتي او انټرنېټي چوپړونو د ټیټ کیفیت او لوړو بیو په تړاو هم زیات شکایتونه شته او خلکو یې پر وړاندې په وار وار اعتراضونه هم کړي دي.
شاوخوا دوه کال وړاندې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو د "اترا چېرته ده" کمپاین پیل او له دې لارې یې هڅې وکړه چې د مخابراتي چوپړونو د تنظیم اداره خپلو مسولیتونو ته متوجه کړي.
د کندهار اوسېدونکی محب الله الکوزی وایي مخابراتي شرکتونه یوازې څومره والي ته پام کوي پرته له دې، چې د چوپړونو څرنګوالي ته پام وکړي.
د کندهار او هلمند ور ها خوا د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د مخابراتي خدماتو د ټیټ کیفیت او لوړو بیو په اړه شکایتونه شته او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره- اترا یې هم مني .
دغه اداره وایي د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د مالومولو لپاره وړاندې په ټول افغانستان کې یوازې یوه دستګاه وه، خو اوس یې د شپږو زونونو لپاره دغه ستګاوې چمتو کړې، چې د بشري ځواک د روزلو سره به په ټول افغانستان کې د مخابراتي چوپړونو څرنګوالي و ارزول شي، چې وړاندې یې میاشتې وخت اخیست.
اترا وایي د افغانستان ۲۶ ولسوالۍ لا هم د مخابراتي شرکتونو تر پوښښ لاندې نه دي راغلي او په دې برخه کې یاد شرکتونه هڅولي، چې خپل د فعالیت لمنه یادو ولسوالیو ته هم وغځوي .
افغانستان کې ۷۳۰۰ مخابراتي پایې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د مخابراتي شبکو د تنظیم ادارې د معلوماتو له مخې په دې هېواد کې ۷۳۰۰ مخابراتي پایې (انتنونه) فعالې دي.
ددغه ادارې د مطبوعاتو برخي مشر جلال شمس بي بي سي ته وویل اداره یې پلان لري په هغو سیمو کې، چې د مخابراتي شبکو د چوپړونه کیفیټ ټیټ یا هم تر پوښښ لاندې نه دي راغلي ۴۰۰ سایټونه جوړ کړي .
ښاغلی شمس وایي هغه سایټونه، چې د دوی له خوا جوړ او یا هم راتلونکي کې جوړېږي مخابراتي شرکتونو ته یې په سبسایډي ورکوي، چې هم شرکتونه ترې ګټه پورته کوي او هم سیمې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي .
د اترا اداره وایي د سیمکارډونو د ثبت او د کاروونکو د هویټ د تثبیت لپاره به د مخابراتي شبکو ډېټا بېس یا 'توکبنسټ' د احصایې ادارې له ډېټا بیس سره ونښلول شي .
ددې طرزالعمل له مخې به د پېرېدونکي د هویت مالومولو کاغذي تذکره د احصایې ادارې ته لېږدول کېږي، چې دا چاره به څو ثانیې وخت اخلي .
څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت کابینې د سیمکارټونو د ثبت په موخه یوه طرحه تائید کړې وه، چې له مخي یې که د سیمکارډ د پېرېدونکي کاغذي پېژندپاڼه تائید و نه لري، باید یو داسې کس یې ضمانت وکړي، چې برېښنایي پېژندپاڼه ولري.





















