افغانستان کې مخابراتي خدمات: له ټيټ کيفيته يې شکايت
د خپرېدو وخت
په افغانستان کې ډېری خلک د مخابراتي خدمتونو له ټیټ کیفیت او لوړو بیو شکایت کوي. افغان ولسمشر هم په دې اړه ناخوښي ښوولې ده.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ملي اداره هم شکایتونه مني خو وایي هڅه کوي حالت بدل کړي.
عام خلک وایي په ډېرو سیمو کې ټلیفونونه یا کار نه کوي او په هغو ځایونو کې چې کار کوي هم، وخت ناوخت بندېږي.