د افغانستان پر لومړۍ ټسټ لوبې پنځه کاله واوښتل؛ لوبو ته یې کتنه

د عکس سرچینه، acb
د ۲۰۱۸ کال د جون په ۱۴ مه نېټه د هند په بنګلور ښار کې افغانستان په لومړي ځل له کوربنې لوبډلې سره ټسټ لوبه وکړه.
د هغې سیالۍ په پنځمه کلیزه افغانستان خپله اوومه ټسټ لوبه له بنګله دېش سره کوي. موږ د افغانستان تېرو شپږو لوبو ته کتنه کوو.
د کمکي اختر لومړۍ ورځ وه چې د بنګلور په لوبغالي کې یولس کسیزه افغان لوبډله په سپینو جامو او سرو خولیو راښکاره شوه.
د هند پخواني ټسټ لوبغاړي سلیم دراني ځینو افغان لوبغاړو ته د ټسټ لوبو خولۍ ور په سر کړه، سلیم درانی په افغانستان کې زېږېدلی و او د هند لپاره یې ټسټ لوبې کولې.
د افغانستان پخواني کپتان نوروز منګل هم ځینو لوبغاړو ته خولۍ ور په سر کړې. د افغانستان لپاره د دغې لومړنۍ ټسټ لوبډلې لوبډلمشري اصغر افغان وکړه. شهزاد محمد او جاوید احمدي د پیل لوبغاړي وو.
رحمت شاه، حشمت شهیدي، اصفر افغان نور منډه جوړونکي وو. افسر ځاځی ویکټ ساتی، محمد نبي الراونډر، راشد خان، مجیب الرحمن، یامین احمدزی او وفادار مومند بالران وو.
د هند د هغه وخت کپتان ویرات کهولي په دغه لوبه کې نه و، د ده پر ځای اجېنتې ریهانې د لوبډلمشرۍ مسوولیت درلود. ده پچه وګټله او خپله یې منډو ته ملا وتړله.

د عکس سرچینه، ACB
د هند د پیل لوبغاړو مورلي وېجې او شیکر داون د ۱۶۸ منډو ملګرتیا وکړه، دوی دواړو سلیزې وکړې. په دویمه ورځ چې د هند ټول لوبغاړي وسوځېدل دوی ۴۷۴ منډې کړې وې.
تر ټولو بریالی افغان بالر یامین احمدزی و چې په ۱۹ اوورونو کې یې د ۵۱ منډو په ورکولو درې کسه وسوځول. وفادار مومند په ۲۱ اوورونو کې ۱۰۰ منډې ورکوې او دوه کسه یې اوټ کړل.
د افغانستان ورو بالران چې د ټولو ورڅخه تمه وه په دغه لوبه کې تر ډېره بریالي نه وو. راشد خان په ۳۵ اوورونو کې ۱۵۴ منډې ورکړې او دوه کسه یې اوټ کړل.
محمد نبي په ۱۳ اوورونو کې د ۶۵ منډو په ورکولو یو کس او مجیب الرحمن په ۱۵ اوورونو کې د ۷۵ منډو په ورکولو یو کس وسوځاوه.
د افغانستان بېټینګ په لومړي ځل په ۱۰۹ منډو او په دویم ځل په ۱۰۳ منډو ناکام شو. لوبه هند په یوې پاڼۍ او ۲۶۲ منډو وګټله.
له دې ماتې سره دا اندېښنه پیدا شوه چې افغانستان ښايي په ټسټ لوبو کې ونه ځلېږي.
د افغانستان دویمه ټسټ لوبه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان دویمه ټسټ لوبه هم د هند په خاوره کې وشوه خو دا ځل یې کوربه افغانستان و. د دریدن په لوبغالي کې مقابله لوبډله د ایرلنډ وه.
ایرلنډ پچه وګټله او خپله یې منډې پیل کړې خو په ۱۷۲ منډو یې ټوله لوبډله وسوځېده. یامین احمدزي بیا تر ټولو ښه بالېنګ وکړ او درې کسه یې وسوځول. محمد نبي هم درې کسه اوټ کړل.
په ځواب کې افغانستان ۳۱۴ منډې وکړې، رحمت شاه په ۹۸ منډو وسوځېد. حشمت شهیدي او اصغر افغان هم پنځوسیزې وکړې.
په دویم ځل ایرلنډ ۲۸۸ منډې وکړې، یامین احمدزي په دریم پرله پسې ځل درې کسه اوټ کړل خو ستوری راشد خان و چې د افغانستان له لورې په ټسټ لوبو کې لومړنی بالر شو چې په یو وار پنځه کسه سوځوي.
راشد خان په ۳۴ اوورونو کې ۸۲ منډې ورکړې او پنځه کسه یې له مخې لیرې کړل.
د ۱۴۹ منډو هدف افغانستان د درو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، رحمت شاه پیا پنځوسیزه وکړه او احسان الله جنت هم ناسوځېدلې پنځوسیزه درلوده. دا په تسټ لوبو کې د افغانستان لومړنی بری و.
د افغانستان دریمه ټسټ لوبه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په پنځمه نېټه بنګله دېش په لومړي ځل په ټسټ لوبه کې د افغانستان د لوبډلې کوربه شو.
په دې لوبه کې راشد خان د افغانستان لوبډلمشر و. پچه یې وګټله او خپله یې بېټینګ غوره وباله.
رحمت شاه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ټسټ لوبه کې یې سلیزه وکړه. اصغر افغان په ۹۲ منډو وسوځېد.
بنګله دېش د ۳۴۲ منډو په ځواب کې پر ۲۰۵ منډو وسوځېد.
راشد خان په دویم پرله پسې ځل پنځه کسه وسوځول.

د عکس سرچینه، Getty Images
محمد نبي چې د ژوند وروستۍ ټسټ لوبه یې کوله درې کسه وسوځول.
افغانستان په دویم ځل د ابراهیم ځدراڼ د ۸۷ په مرسته ۲۶۰ منډې وکړې.
بنګله دېش په دویم ځل باران ته سترګې وې چې لوبه وژغوري خو راشد خان شپږ کسه وسوځول او افغانستان د ۲۲۴ منډو په لوی توپیر لوبه وګټله.
راشد خان لومړنی افغان بالر شو چې په ټست لوبه کې لس یا ډېر لوبغاړي سوځوي.
د افغانستان څلورمه ټسټ لوبه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې د هند لکنهو کې افغانستان د ویسټ انډیز لوبډلې کوربه و.
ویسټ انډیز افغانستان ته د منډو بلنه ورکړه او په ۱۸۷ منډو یې ټوله لوبډله وسوځوله. یوازې ابراهیم ځدراڼ وځلېد چې ۳۹ منډې یې وکړې.
ویسټ انډیز ۲۷۷ منډې وکړې، حمزه هوتک چې په لومړي ځل یې ټسټ لوبه کوله پنځه کسه وسوځول.
په دویم ځل د جاوید احمدي ۶۲ منډې تر ټولو ډېرې وې خو لوبډله یوازې په ۱۲۰ منډو وسوځېده. حمزه په دویم ځل هم یو کس وسوځاوه خو ویسټ انډیز د نهو لوبغاړو په شته والي لوبه وګټله.
د افغانستان پنځمه او شپږمه ټسټ لوبه

د عکس سرچینه، ACB
له دوه کلنې وقفې وروسته افغانستان بیا ټسټ لوبو ته راووت. دا ځل یې له زمبابوې سره په متحدو عربو اماراتو کې د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې دوې ټسټ لوبې وکړې.
د دې لړۍ کوربه افغانستان و. په لومړۍ لوبه کې چې د افغانستان پنځمه ټسټ لوبه وه په حیرانوونکې توګه کوربنې لوبډلې زرغون پیچ جوړ کړ چې د زمبابوې لوبغاړو ته غوره وو.
راشد خان د ټپي کېدو له امله ونه لوبېد او درې لوبغاړي په لومړي ځل ټسټ لوبو ته راغلل چې عبدالمالک، منیر احمد او عبدالواسع و.
افغانستان یوازې ۱۳۱ منډې وکړې. زمبابوې هم په ۲۵۰ منډو وسوځېده. امیر حمزه شپږ کسه وسوځول. افغانستان په دویم ځل هم یوازې ۱۳۵ منډې وکړې، عبالمالک لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د یوه ټسټ په دواړو پاڼیو کې بې له کومې منډې سوځېږي. زمبابوې د ۱۷ منډو هدف بې له کوم تاوانه پوره کړ.
په دویمه ټسټ لوبه کې د لومړنۍ برعکس داسې پیچ جوړ شوی و چې د منډو باران پرې وشو.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې لوبه کې حشمت الله شهیدي ناسوځېدلې ۲۰۰ او اصغر افغان ۱۶۴ منډې وکړې، افغانستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۵۴۵ منډې وکړې او زمبابوې یې منډو ته وروبلله.
زمبابوې په ۲۷۸ منډو وسوځېده، راشد څلور او حمزه درې کسه وسوځول. په دویم ځل زمبابوې په ۳۶۵ منډو وسوځېده راشد خان په ۱۳۷ منډو اووه کسه وسوځول. د ۱۰۸ منډو هدف افغانستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدا پوره کړ.
په دې توګه په شپږو ټسټ لوبو کې افغانستان درې لوبې وګټلې او درې یې وبایللې.
د افغان لوبغاړو ریکارډ

د عکس سرچینه، acb
په بېټینګ یا توپ وهنه کې د افغانستان له لورې تر ټولو ډېرې منډې اصغر افغان کړې دي چې په شپږ لوبو کې یې ۴۴۰ منډې دي او ۴۴ یې اوسط دی. ده یوه سلیزه او درې پنځوسیزې کړې دي.
په بالېنګ کې تر ټولو بریالی افغان بالر راشد خان دی چې په پنځو لوبو کې یې ۳۴ لوبغاړي سوځولي دي. ده څلور ځله په یو وار پنځه کسه سوځولي دي او دوه واره یې په لوبه کې لس یا ترې ډېر لوبغاړي اوټ کړي دي.





















