د امام ابوحنیفه دویم نړیوال نندارتون؛ ملا برادر وايي افغانستان کې پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې

د عکس سرچینه، ARG
کابل کې د یوې اوونۍ په مخه د افغانستان، پاکستان، ایران، ترکیې او ترکمنستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو د تولیداتي توکو نندارتون پرانیستل شوی دی.
د طالبانو حکومت وایي د "امام ابو حنیفه" دویم ملي او نړیوال نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د دوی د حکومت په ملاتړ "افغاني محصولاتو او تولیداتو ته د بازار موندنې، د ملي پانګوالو ملاتړ، د ملي او نړیوالو سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هېوادوالو ته د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ورپېژندلو په موخه جوړ شوی."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر چارواکو سربېره کابل کې د ځینو هېوادونو دیپلوماتانو او د تولیدي شرکتونو استازو هم یکشنبه د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې برخه اخیستې.
د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي سلاکار ملا عبدالغني برادر دغو مراسمو ته ویلي چې دا د طالبانو حکومت له راتګ وروسته تر ټولو لوی نندارتون دی او دا چې تر ۶۰۰ زیاتو غرفو کې پکې بېلابېل کرنیز او صنعتي توکي، لاسي صنایع، طبي وسایل، درمل او نور محصولات نندارې ته ایښودل شوي.

د عکس سرچینه، Arg
ښاغلي برادر وویل "په دغه نندارتون کې د شانګهای سازمان هم د ګډون غوښتنه کړې ده چې اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] د یاد سازمان دغه اقدام ستایي او هرکلی یې کوي."
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دا هم ویلي چې د دوی د حکومت په راتګ او د امنیت په ټینګېدو سره "په ټول هېواد کې پانګونې او د کانونو را ایستلو ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې" او دا چې ګواکې افغانستان " د بیارغېدو مرحلې" ته داخل شوی دی.
هغه وايي حکومت یې "له خپل لوري بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکوي چې له ټولو هغو امتیازاتو به برخمن وي کوم چې افغان پانګوالو ته ورکول کېږي."

د عکس سرچینه، ARG
ملا عبدالغني برادر د مرکزي او سویلي اسیا هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې "افغانستان د ترانزیټ لپاره تر ټولو خوندي لاره ده" او په دې برخه کې پر نورو اسانتیاوو سربېره د لویو لارو بیارغونه هم پيل شوې، چې د ده په وینا ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې د سالنګ او کابل-کندهار لویو لارو د بیارغونې د چارو پرانیسته ده.
ټاکلې د امام ابوحنیفه دویم ملي او نړیوال نندارتون د چنګاښ/سرطان تر ۳۱مې نیټې دوام وکړي.
د یادونې ده چې په کابل کې د "امام ابوحنيفه" په نامه د ملي او نړيوالو سوداګريزو توکو لومړی نندارتون د تېر زېږدیز کال وروستیو کې جوړ شوی و.





















