کابل کې پسرلنی انځوریز نندارتون

د خپرېدو وخت

د پسرلي د رارسېدو په مناسبت په کابل کې یوه ډله ځوانانو د افغان نقاشانو د اثارو نندارتون جوړکړی دی. دوی وايي د دغه نندارتون له جوړېدو یې موخه د وړ او بااستعدادو نقاشانو موندل دي. زموږ همکار عصمت بهیر دغه نندارتون ته تللی او د انځورنو دا ټولګه یې چمتو کړې ده.

.
د عکس تشریح، دغه دوه ورځني نندارتون د کابل ملی تیاتر په مرکز کې جوړ شوی وو
.
د عکس تشریح، په دې نندارتون کې د افغان نقاشانو کابو ۱۵۰ اثار نندارتون ته ایښودل شوي دي.
.
د عکس تشریح، کابل مېشتي ځوانانو د خپل لاس هنري اثار او د افغانستان د نامتو نقاشانو تابلوګانې نندارې ته ایښي وې.
.
د عکس تشریح، په دغه نندارتون کې د نوي او کلاسیک سبک نقاشۍ شته
.
د عکس تشریح، په ډېرو نقاشيو کې د یوه هوسا او سوله ییزه افغانستان څېره انځور شوې ده
.

د عکس سرچینه، Empics

د عکس تشریح، د دغه نندارتون تابلوګاني د نقاشۍ، خطاطۍ او میناتورۍ دي.
.
د عکس تشریح، د نندارتون ګډونوال وايي، د دغو تابلو ګانو په لیدو یې د افغانستان پخواني یادونه په ذهن کې تازه شول