تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان د افغانستان د ځان بسیاینې ملي پروګرام پیلوي، خو څومره شونی دی؟
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې او نړیوالې پانګونې او سوداګرۍ د ورجلبولو هڅې یې ګړندۍ کړې.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، داسې پلانونه او تګلارې پلي کوي چې له مخې يې په افغانستان کې پانګونه وهڅېږي او کاري زمينې هم پراخې شي.
دا داسې مهال دي چې د ښځو پر زده کړه او کار د بندیز په ګډون د طالبانو وروستیو تګلارو او د نړیوالو غبرګون د افغانستان د لا منزوي کېدو او له اقتصادي پلوه د کمزوري کېدو اندېښنې ډېرې کړې.
داسې مهال چې د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز په ګډون د طالبانو پر یو اړخیز چلند په افغانستان کې دننه او بهر د دوی اعلان کړی حکومت لا منزوي کېږي او نړیوال مرستندویان هم په دې وروستیو کې په خپلو مرستو کې زړه نازړه دي، د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزیر تازه ویلي چې دوی به د ځان بسیاینې ملي پروګرام پیل کړي او داخلي تولیدات به وهڅوي.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند بي بي سي ته وویل، پانګوونکو ته په کور دننه د خامو خوراکي او صنعتي موادو برابرول او د صادراتو د لوړولو هڅې او په افغانستان کې د پانګوونکو لپاره د شرایطو رامنځته کول د دوی د دغې تګلارې یوه مهمه برخه ده.
ښاغلي عبدالسلام جواد زیاته کړه چې د یو مېلیون افغانانو لپاره د کار زمینه برابرول او د کرنې لپاره د یو لک جریبه ځمکې وېش هم د دوی د دغه پلان برخه ده.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نور الدین عزیزي تازه رویټرز خبري آژانس ته دا هم ویلي چې د خپلې نوې اقتصادي تګلارې له مخې پر هغو ځمکو چې پخوا د امریکا پوځ د اډو په توګه کارولې دوی پکې ځانګړي اقتصادي زونونه جوړوي او دا پلان د طالبانو کابینې ته وړاندې کوي.
هغه ویلي، د ایران، روسیې او چین په څېر هېوادونه په افغانستان کې پانګونې او له افغانستان سره سوداګرۍ ته لا هم لېوالتیا لري.
ښاغلي عزیزي ویلي د چين پر صنعتي پارکونو او حرارتي برېښنا د تولید پر ځینو پروژو له ایراني او روسي پانګوونکو سره خبرې روانې دي.
خو د اقتصادي چارو شنونکی آذرخش حافظي بیا د افغانستان عيني واقعیتونو ته په کتو دا کار شونی نه ګڼي.
په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ښارونو کې چاودنو او د ناامنۍ یوې څپې هم داسې اندېښنې راوېښې کړې چې د طالبانو د حکومت اقتصادي هلې ځلې به ټکنۍ کړي.
تېره میاشت په کابل کې پر یوه هوټل له برید وروسته چې پنځه چينایان پکې ټپیان شوي وو، چین په بیړني ډول له افغانستانه د خپلو وګړو د وتلو غوښتنه کړې وه.
خو د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد بي بي سي ته د دغو اندېښنو په تړاو وویل چې هیله لري دا موارد به د دوی هڅې اغېزمنې نکړي.
د اسلامي دولت په نامه د وسله والې ډلې یا داعش په ګډون د وسله والو فعالیت او د ناامنۍ پېښو پر پراخېدو سربېره د طالبانو د مشرتابه هغه پرېکړې او سیاستونه هم پر دوی له وړاندې شته نیوکو او ننګونو سره ملې شوې چې له مخې يې د دوی او نړیوالو تر منځ د نظر واټن ډېرېږي.
د دوی د دغو سیاستونو او تګلارو په غبرګون کې هغه نړیوال بسپنه ورکوونکي او د بشري او نورو مرستو رسوونکي نړیوال بنسټونه چې له لسیزو راهیسې يې په افغانستان کې کار کړی اوس پر خپلو فعالیتونو د بیا غور خبرې کوي. خو د سوداګرۍ وزارت ویاند ښاغلی جواد وايي، د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې دوی د ښځو د ونډې ملاتړي دي.
کارپوهان دا هم وايي چې اوس د طالبانو د ځان بسیاینې هلې ځلې د دوی له واک ته رسېدو مخکې مهال کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو ځای نشي ډکولی.
ښاغلی آذرخش حافظي هم وايي چې اوس په چټکۍ د افغانستان اقتصادي لرلیدونه د تتېدو په حال کې دي.
د طالبانو حکومت چې د یوه نیم کال په تېرېدو سره لا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی او پر دوی لګېدلو بندیزونو او ورسره د افغانستان انزوا د بانکي سکتور او پآنګونې په برخه کې هم ټول افغانان له ستونزو سره مخ کړي.
پر دوی د ټولګډونه دولت د نه جوړولو په څېر موضوعاتو له کبله نیوکې لا روانې وې چې د دوی یو اړخیز حکومت له منځنیو ښوونځیو او لوړو زده کړو د ښځو په منع کولو پسې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه او دې چارې تقریبا ټوله نړۍ په یوه خوله د دوی پر دغو تګلارو نیوکې او غبرګون ته اړ ایستله.