تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو اقتصاد وزارت وايي د نوي اقتصادي نظام طرحه یې چمتو کړې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت اقتصاد وزارت وايي، د نوي اقتصادي نظام طرحه یې چمتو کړې ده.
د دغه وزارت مسوولینو په وینا په نوې طرح کې چې دوی وايي، د ټولنیز لارښود له مخې یې پلان کړې، ''د هېواد ټولو اقتصادي بېلګو ته ځای ورکړل شوی دی. ''
د طالبانو حکومت اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري نن سې شنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرح د متمرکز او غیر متمرکز اقتصادي نظامونو برعکس ''درېیم اقتصادي مثال دی چې په زیات وروسته پاتې او یاهم د پراختیا په حال کې هېوادونو کې د یو بریالي مثال په توګه تجربه شوی دی او د پاملرنې وړدی. ''
ښاغلي نظري وايي، نوې طرح د طالبانو حکومت اقتصادي کومېټۍ ته د منظورۍ لپاره استول شوې ده.
نوموړي وویل، د اقتصاد په نوې طرحې او پالیسۍ کې ''هڅه شوې چې سوداګري غیر سیاسي شي، د خصوصي سکتور ملاتړ وشي او له فساد سره جدي مبارزه وشي. ''
د طالبانو حکومت اقتصاد وزارت چارواکي دغه راز وايي، ۱۳۴ کورنیو غیر دولتي موسسو ته یې جوازونه ورکړي دي، خو دوی داسې څه و نه ویل چې دا موسسې په کومه برخه کې فعالیتونه کوي او څوک یې اداره کوي.
طالبانو د تېر کال پای کې وویل، د بودیجې چمتو کولو چارې یې وروستي پړاو کې دي. د طالبانو په وینا د نوې بودیجې له مخې به ژر ښوونکو ته معاشونه هم ورکړي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې د معاشونو نه ورکول کېدو له کبله یو شمېر ښوونکو او روغتیا پالانو دندې پرېښودې او یا یې احتجاجونه وکړل.
د طالبانو حکومت مسوولینو په وینا دا لومړی ځل دی، چې پر بهرنیو مرستو له تکیې پرته افغانستان کې بودیجه چمتو کېږي، چې ''لږ خو بنسټیزې انکشافي پروژې '' هم په کې په پام کې نیول شوې دي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د طالبانو حکومت نوې پالیسې کې د مخ پر ځوړ اقتصاد سمبالښت یا انکشافي پروژو لپاره څه ډول پلانونه په پام کې نیول شوي دي.
تېر اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د افغانستان شتمنۍ او مرستې په بهرنیو مالي ادارو کې کنګل شوې او د افغانستان اقتصاد د نړېدو له ګواښ سره مخامخ شو.
ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو په دا وروستیو کې هڅې پیل کړې، چې د بشري بحران مخنیوي لپاره افغانستان ته د نغدو پیسو لېږدولو داسې لارې چارې ولټوي، چې دا پیسې د طالبانو لاس ته له ورتلو پرته د افغان ولس د خیر او ښېګړې لپاره وکارول شي.