کابلوف د افغانستان په اړه د مسکو غونډه کې؛ د داعش د پاتې نفوذ په اړه اندېښنه لرو

د خپرېدو وخت

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه چې په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه د اندېښنو سیوری پرې غوړېدلی و د طالبانو له ګډون پرته جوړه شوه.

د مسکو په کوربه توب د افغانستان په اړه د لسو سیمه‌ييزو هېوادونو د استازو په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر ضد د طالبانو هڅې ستایلې ویلي يې دي چې امنيتي حالت خراب شوی او د دغه حالت پړه يې پر امریکا اچولې.

روسیې د مسکو فارمټ په نامه د افغانستان په اړه ځانګړي جوړښت ته سږ کال د لومړي ځل لپاره طالبان هم نه دي ورغوښتي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له دې وړاندې ویلي وو چې طالبان په خپلو ژمنو کې د پاتې راتګ په خاطر دغې غونډې ته نه دي وربلل شوي.

طالبانو وار له مخه د دوی له ګډون پرته ورته غونډې نیمګړې بللې.

 د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي زمیر کابلوف په کوربه توب د مسکو فارمټ غونډه د لسو غړو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شوه.

غونډې ته د روسیې ځانګړي استازي او د رورسیې په بهرنیو چارو وزارت کې د آسیا څانګې مشر زمیر کابلوف هم د افغانستان د امنيتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او هم يې پر امریکا نیوکې وکړې چې ګنې له خپل مسؤلیته تښتي.

د مسکو فارمټ غونډه کې د ایران ځانګړي استازي هم امریکا تورنه کړه چې د افغانستان او مرکزي آسیا د سیاسي جغرافيې د داسې بدلون هڅه يې کړې چې ناامني او ترهګري پکې خپره وي.

هغه د غونډې ګډونوالو ته اندېښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې حالات لا خرابېږي او د سیمه‌ييزو هېوادونو د رول د لا فعالېدو غوښتنه يې وکړه. 

د پاکستان ځانګړي استازي بیا د اسلام آباد دریځ له طالبانو سره د نړۍ د همکارۍ غوښتنه بللې. هغه ویلي نړۍ باید له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د طالبانو څرګند کړی هوډ په پام کې ولري. په داسې حال کې چې هند بیا په افغانستان کې د امنیت وضعیت د خبرداري وړ وباله.

د چین د استازي دریځ بیا د مسکو له دریځ سره ډېر ورته و. هغه هم ویلي چې واشنګټڼ دې په افغانستان کې له ستراتیژيکې ماتې وروسته د افغانستان د بیارغونې مسؤلیت ادا کړي او دا دې د نورو په غاړه نه اچوي.

د مسکو فارمټ په دغه غونډه کې ایران د افغانستان د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو په نږدې راتلونکي کې د یوې بلې ځانګړې غونډې د کوربه توب لپاره چمتووالی ښودلی.

طالبان د دغه جوړښت له پیل راهیسې لومړی ځل دی چې غونډې ته نه وربلل کېږي.

 د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ جوړښت د ۲۰۱۷ کال په اپرېل کې رامنځته شو او د افغانستان په موضوع کې لېواله لس سیمه‌ييز هېوادونه روسیه، چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، تاجیکستان، قرقیزستان، ازبکستان او ترکمنستان پکې غړيتوب لري. له دې وړاندې خپله افغانستان هم د دغه فارمټ غړی ګڼل کېده.

تېر کال د افغانستان په استازۍ د طالبانو یو پلاوی وربلل شوی و. طالبانو د دغه جوړښت د ۲۰۱۸ کال په غونډه کې هم ګډون کړی و چې دوی ته په یو ډول سیاسي لاسته راوړنه هم ګڼل کېده.

خو دوی تازه د مسکو فارمټ غونډې او هلته د دوی په تړاو شوو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې يې ویلي وو چې دا غونډه به د دوی له حضور پرته نیمګړې وي. دغه راز يې له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښونو شتون هم بیا بیا په کلکه رد کړی.