متقي له الشیباني سره لیدنه کې: 'هیله ده د افغانستان او سوریې حکومتونه به پر ننګونو برلاسي شي'

متقي  او الشیباني

د عکس سرچینه، HafizZiaAhmad

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه وینا پاڼه کې ویلي، امیر خان متقي د ترکیې په استانبول کې د اسلامي همکاریو د سازمان د ۵۱ ناستې په څنډو کې د سوریې بهرنیو چارو له وزیر اسعد حسن الشیباني سره کتلي.

وینا پاڼه کې ویل شوي:

" د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان او سوريې ترمنځ اړيکې تاريخي او مهمې وبللې او خوښي يې څرګنده کړه چې دواړه ولسونه له اوږدو جګړو وروسته خپلواکۍ، امنيت او ثبات ته ورسېدل."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: " دواړو لوريو هيله څرګنده کړه چې د افغانستان او سوريې حکومتونه به وتوانېږي چې پر اوسنيو ننګونو برلاسي او له فرصتونو ګټه پورته کړي."

د احمد الشرع په مشرۍ هیت التحریر شام ډلې او ملګرو یې د ۲۰۲۴ کال د دسمبر پر ۷مې د سوریې پلازمېنه دمشق ولکه او اعلان یې وکړ چې سوریه کې به لنډ مهالی حکومت د چارو سمبالښت کوي او درې میاشتې وروسته به واک انتقالي دولت ته سپاري.

تېره مارچ میاشت کې لنډ مهالي حکومت د احمد الشرع په مشرۍ د انتقالي دولت کابینه اعلان کړه، چې مېرمنو او لږکیو ته په کې ونډه ورکړل شوې، څه چې تېر کې د یوې اندېښنې په توګه یادېدل.

د سوریې حکومت د نوي اساسي قانون د لیکلو لپاره کمېټې ګومارلې او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو او همکاریو هڅې کوي.

د طالبانو حکومت چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ بیا ځل واک ته رسېدلی لا یې هم حکومت چارسمبالی (سرپرست) دی. ګوتنیونکي وايي، طالبانو تېرو څلورو کلونو کې له کوم اساسي قانون پرته حکومتولي کړې او هغسې چې د ملګرو ملتونو تازه رپوټ کې ویل شوي، د نجونو پر زدکړو بندیز، د ښځو په کار او فردي ازادیو کې ورته د پړې ګوته نیول کېږي.

شنونکي، د سوریې له اوس مهالي حکومت سره چې مشر یې پخوا وسله وال جګړه کوله د طالبانو حکومت توپیر دا ګڼي چې په کور دننه د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو او د حکومتولۍ پر بڼه د نیوکو له امله له نړیوالې ټولنې ګوښی، او دا چې تر اوسه هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو حکومت پرلپسې ټینګار کوي چې دوی د خپلو ارزښتونو او د شریعت له اصولو سره سم روان دي او دا چې نړیوال دې د دوی په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.

همدا نن شنبه (د جون۲۱مه) د ملګرو ملتونو تازه خپور شوي رپوټ ته په غبرګون کې د طالبان یوه اعلامیه کې ویل شوي: " رپوټ کې د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپاره شوي او هڅه شوې چې د افغانستان د فعلي وضعیت په اړه تشویشونه ایجاد شي. موږ دغه راپور ردوو او هغه د ناسمو معلوماتو پر اساس او د پروپاګند کولو په منظور تهیه شوی راپور بولو."

د سوریې او افغانستان د واکمنو د نظر جلاوالی

د دمشق له نیولو وروسته احمد الشرع ټینګار وکړ، چې داسې یو ټولګډونه حکومت جوړوي، چې د هېواد ټولو لږکیو کسان به پکې برخه لري او له هېڅ یوې ډلې سره به شخړه نه کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دمشق له نیولو وروسته احمد الشرع ټینګار وکړ، چې داسې یو ټولګډونه حکومت جوړوي، چې د هېواد ټولو لږکیو کسان به پکې برخه لري او له هېڅ یوې ډلې سره به شخړه نه کېږي.

که څه هم د احمد الشرع په مشرۍ د هیت التحریر شام ډلې او ملګرو یې او د طالبانو وسله وال غورځنګ د خپلو جګړیزو کلونو پر مهال د شریعت د پلې کولو او اسلامي قانون د حاکمیت ورته خبري کړي خو عملي ډګر کې یو ډول نه دي.

احمد الشرع د ۲۰۲۴ کال د دسمبر پر ۱۷مه دمشق کې له بي بي سي سره د خبرو پر مهال وویل: "د ښځو پر تعلیم باور لرو، سوریې ته د افغانستان بڼه نه ورکوو."

هغه ټینګار کاوه چې د افغانستان او سوریې ټولنې جلا دودونه لري او دا چې د اسلامي قانون له مخې سوریه کې به د ښځو د کار او زدکړو په برخه کې پرمختګونو لپاره هڅه وکړي.

دې خبره ښايي، هغه کسان یو ډول خواشیني کړي وو، چې افغانستان کې د طالبانو له لیکو په رسمي او یا نارسمي ډول یې د ښاغلي الشرع پر واکمنېدو لمانځنې کړې وې او یا به انګیرله کېده چې دا خبرې ښايي یوازې د رسنیو لپاره وي.

له هغه راهیسې چې دا دی شاوخوا شپږ میاشتې تېریږي سوریه کې د ښځو د حقونو، حکومت بڼه او ډېره څه هغسې پلې کېږي چې ظاهرا یې د سوریې واکمنو په خبرو کې ژمنې کړې وې.

نړیواله ټولنه او په کور دننه بنسټونه یې هم د خلکو د حقونو پرځای کېدا د ملاتړ شرط یادوي.

دا لا روښانه نه ده چې له نړۍ سره د تعامل او هېواد کې دننه د نجونو د زدکړو په څېر حقونو لپاره به د طالبانو حکومت تګلارې بدلې شي او که به نړۍ ورته ایښي شرطونه نرم کړي.