د "صدام پلونه" او "د هېټلر پای"؛ د اسرائیلو او ترکیې ترمنځ د ټویټونو جګړه

د عکس سرچینه، Reuters
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې ورځې څرګندونې چې په کې یې ویلي "ترکیه کېدای شي اسرایئلو ته ننوځي لکه مخکې چې لېبیا او قرهباغ ته ننوتې وه"، په اسرائیلو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ یې پر مجازي نړۍ د ټوېټونو جګړې ته لمن وهلې ده.
وروسته له هغه چې د ترکیې ولسمشر اسرائیلو ته د ننوتلو ګواښ وکړ - پرته له دې چې د مداخلې ډول روښانه کړي - د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر یسرائیل کاټس پر "اېکس" د یو ټویټ له لارې د اردوغان څرګندونو ته ځواب ورکړ چې په کې یې وویل: "اردوغان د صدام حسین پر پلونو روان دی او پر اسرائیلو د برید ګواښ کوي."
کاټس په خپل ټویټ کې لیکلي: "پرې یې ږدئ څه چې هلته پېښ شوي هغه په یاد ولري چې څنګه وشول."
کاټس له خپل ټویټ سره د اردوغان او د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین یو ځای کړی انځور هم خپور کړی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
"هغه باید د حماس د ملاتړ ختمولو ته اړایستل شي"

د عکس سرچینه، EPA
اردوغان دا څرګندونې په خپل پلرني ټاټوبي ریزا کې د واکمن عدالت او پراختیا ګوند په یوه غونډه کې وکړې او ویې ویل: "موږ باید ډېر قوي واوسو، چې اسرائیل د فلسطین پر وړاندې دا ډول سپک کارونه ونه کړي."
اردوغان په ټلویزیوني وینا کې زیاته کړه: "هېڅ دلیل نه شته چې موږ دا کار نه شو کولی، موږ باید د دې ګامونو پورته کولو وړتیا ولرو."
د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزیر پر څرګندونو غبرګونونه پای ته نه دي رسېدلي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر یایر لاپید پر اېکس (پخواني ټوېټر) په یوه ټویټ کې لیکلي، "اسرائیل به د یوه دیکتاتور ګواښونه ونه مني او نړۍ په ځانګړې توګه د ناټو غړي باید د اسرائیلو پر وړاندې د هغه وحشتناکه جنایتونه په کلکه وغندي او هغه اړ کړي چې د حماس ملاتړ پای ته ورسوي."
لاپید زیاته کړه: "ولسمشر اردوغان یو ځل بیا چیغې وهي، هغه منځني ختیځ ته خطر دی."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د نتنیاهو برخلیک به د هېټلر له برخلیک سره توپیر ونه لري"
د اسرائیلو غبرګونونه د نورو ترکي چارواکو د غبرګونونو لامل شول؛ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یو بیان خپور کړ چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو یې له "نازي مشر اډولف هېټلر" سره پرتله کړ.
د ترکیې اناتولیا خبري اژانس د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي: "هر څه چې د ټولوژنې د مرتکب هېټلر برخلیک شو، د ټولوژنې د مرتکب نتنیاهو برخلیک به هم داسې وي. هغه ټینګار کړی چې "بشریت به د فلسطینیانو ترڅنګ ودرېږي."
د تركيې د بهرنيو چارو وزارت د فلسطينيانو کړاو ته په اشاره وویل "تاسو به د هغوی د له منځه وړلو توان ونه لرئ، لكه څنګه چې نازيانو د ډلهييزو جنايتونو د عاملينو حساب وركاوه، همغه شان به له هغو كسانو سره حساب او کتاب وشي چې د فلسطينيانو د له منځه وړلو په لټه كې دي".

د عکس سرچینه، Reuters
"یروشلم پوسټ" ورځپاڼې ویلي، "اسرائیلو ته د ننوتو لپاره د ترکیې د ولسمشر اردوغان ګواښونه" په داسې حال کې راځي چې د اسرائیلي پوځ او حزب الله ترمنځ نهه میاشتنۍ جګړې کې ډراماتیک زیاتوالی راغلی.
له اسرائیلو او ترکیې بهر هم غبرګونونه ښودل شوي، د هالنډ د پارلمان غړي ګیرت فیلډرز چې یو ښي اړخی سختدریځی دی او د مسلمانانو او کډوالو ضد دریځ لري، د اردوغان د څرګندونو له کبله له ناټو نه د ترکیې د "ایستلو" غوښتنه کړې ده.
هغه پر اېکس لیکلي: "اسلامي فاشیست اردغان د اسرائیلو د نیواک ګواښ کوي، دا سړی پوره لېونی دی، باید له ناټو وشړل شي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
"اردوغان د انساني وجدان غږ دی"
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ولسمشر رجب طیب اردوغان د "انساني وجدان غږ" بللی او وايي چې اسرائیل او صهیونیسټي کړۍ په وېره کې ژوند کوي".
فیدان پر اېکس لیکلي: "زموږ ولسمشر (اردوغان) د انساني وجدان غږ شوی او د صهیونیسټي کړیو په ګډون چې څوک د حق د غږ خاموشولو هڅه کوي او اسرائیل په لویه وارخطایۍ کې ژوند کوي."
فیدان وویل تاریخ ښیي چې "پایلې به د ټولو عاملینو او د نسلوژنې ملاتړو لپاره یو شان وي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 4
د غزې د جګړې له پیل راهیسې په خبرو کې توپیر
د اکتوبر د اومې د برید له لومړیو ساعتونو راهیسې ترکیې "بې پرې" لهجه کارولې او اسرائیلو یا حماس هېڅ یوه ته یې د برید د پړې ګوته نه ده نیولې.
د جګړې په لومړیو ورځو کې د ترکیې خبرې یوازې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په غندلو او د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د مرستې لپاره له ټولو اړوندو خواوو سره پر تماس په ټینګار پورې محدودې وې.
په هر حال، د اکتوبر په نیمایي کې د غزې په تړانګه کې پر المعمداني روغتون له برید وروسته د ترکیې لهجه تونده شوه چې په دې برید کې نژدې ۵۰۰ تنه ووژل شول. د ترکیې ولسمشر اردوغان هغه مهال وویل "د اسرائیلو بمباري یو غیر متناسب غبرګون د چې د ټولوژنې حد ته رسېږي" او له اسرائیلو یې غوښتي وو چې پر غزه تړانګه دده په کو خپل د توکم ختمولو او نسلوژنې بریدونه ودروي.
تیر مارچ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه اداره د "ډلهییزو قاتلانو" او "د زمانې نازیانو" په توګه یاد کړي، خو نتنیاهو یې په ځواب کې وویل اسرائیل چې "د جګړې قوانینو ته غاړه ږدي، له اردوغان نه اخلاقي نصیحت نه ترلاسه کوي، هغه د حماس ترهګره ډله کې د غاصبانو او قاتلانو ملا تړي او د ارمنیانو له ټولوژنې منکر دی او په خپل هېواد کې د کوردانو ضد د ټولوژنې عامل دی".
په مې میاشت کې، د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر وړاندې د اردوغان لهجه لا تونده شوه؛ هاغه مهال یې ویلي وو "د غزې په تړانګه کې قتل عام دوام لري" او دا چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو "د نسلوژنې لار کې هغې کچې ته رسېدلی چې د نازي مشر اډولف هېټلر غیرت راپاروي."


















