کیرالا: د هندو ماشومانو مسلمانه مور د هندي فلم جوړېدو الهام وګرځېده

د عکس سرچینه، CV LENIN
د هندوستان سوېل کیرالا ایالت کې د یوې مسلمانې ښځې په اړه نوي فلم چې درې هندوان ماشومان یې لوی کړي دي، د خلکو پام د دغې کورنۍ غیر عادي داستان ته اړولی دی. د بي بي سي هندي عمران قریشي له هغو درو خپلوانو سره غږېدلی چې ددغه فلم الهام ګرځېدلي دي.
کله چې جعفر خان لومړی ځل Ennu Swantham Sreedharan (رښتیا تاسې، سریدهاران) وکوت، ویې ویل اوښکې یې ورته توی شوې.
خو د ده ورور سریدهاران هم چې په سکرینینګ کې دده څنګ ته ناست و، "بېاختیاره وژړل".
جعفر خان او سریدهاران چې دواړه یو نوم کاروي او ۴۹ کلن دي، له بیولوژیکي پلوه خپلوي نه لري، جعفر خان یو مسلمان او سریدهاران یو هندو دی.
خو چې له جعفر خان وپوښتل شول، سریدهاران هغه ته څه معنا او ارزښت لري، هغه وویل: "هغه ورور دی، نه تر دې هم ډېر زیات دی. هغه تل زما ترڅنګ ولاړ دی. نه پوهېږم هغه څوک دی... هغه یو ساتهي (رفیق) دی".
هغه ښځه (تننادان زبیده) - د جعفر خان مور - چې دواړه یې سره یوځای کړل، په ۲۰۱۹ کال کې ومړه. د هغې کیسه په داسې وخت کې په زړونو ښه ولګېده چې په هند کې مذهبي اختلافات ډېر شوي وو.
زبیده په ۹۷۶ کال وروسته تر هغه چې ښاغلي سریدهاران او د هغه د دوو کشرو خویندو – راماني او لیلا مور – په ۱۹۷۶ کال کې د دویم ماشوم د زیږون پرمهال ومړه او ماشوم ونه پایېد، دوی په زویولۍ او لورولۍ ونیول. ددغو ماشومانو ومور چاکي د زبیده په کور کې یوه کورنۍ خدمتګاره وه.
دا وروڼه وايي زبیده په قانوني توګه ماشومان په اولاد نه منل، ځکه چې اړوند قوانین یې هغه وخت ډېر سخت نه وو. دوی زیاتوي داسې خپلوان نه لري چې د دوی پالنې ته یې غاړه اېښې وای او پلار یې سبیدار اجازه ورکړې وه او ویلي یې وو چې "د دوی د پالنې تر عُهدې نه شي وتلی".
زبیدې هغه وخت دوه زامن لرل – جعفر خان او د هغه مشر ورور شاهنواز- او څلور کاله وروسته یې د جوشینا په نامه یوه لور هم وشوه. دغه ماشومان په یوه بشپړه همغږۍ کې لوی شول.

د عکس سرچینه، CV LENIN
د دوی داستان لومړی ځل په ۲۰۱۹ کال کې د زبیدې له مړینې وروسته خبر جوړوونکی شو- سریدهاران چې هغه وخت یې عمان کې کار کاوه، په فېسبوک کې خپلې "اُمّا" ته (لکه څنګه چې مالايي مسلمانان خپلې مور ته دا نوم اخلي)، غمشریکي ولیکله او له ملګرو یې غوښتي وو چې هغې ته جنت ته د تللو دعا وکړي.
دې تبصرې د ګڼو خلکو هغو خلکو پام ور واړاوه چې متعجب شوي وو ولې خلک د هندو په نامه مور ته (امّا) نوم اخلي.
ده وویل: "دوی وپوښتېدل، څوک یاست، هندو که مسلمان؟ دا کاملاً د درک وړ وو ځکه چې زما نوم سریدهاران و".
بې پایه پوښتنې وشوې، ځینې وخت توندې او ځوروونکې. خو سریدهاران په غزم او حوصلې د غم په سختو شېبو کې دوی ته ځوابونه ورکړل.
دی دا ټینګار هم کوي چې نه زبیدې او نه یې هم مېړه عبدالعزیز حاجي له خپلو په زویولۍ نیول شویو بچیانو غوښتي وو چې مسلمانان شي.
دی وايي: "دا زما لپاره دردوونکې وه. مور او پلار مې تل ما ته راښودل چې طبقاتي سیستم او مذهب مهم نه دی".
"ښېګڼه داسې یو څه دي چې موږ اړتیا ورته لرو. همدا موږ انسانان په خپل اعتقادي سیستم کې بدلون راوستلی شو".
دا هماغه فلسفه ده چې زبیدې خپل ژوند پکې کړی و او خپل ماشومان یې پکې را لوی کړي وو.
لیلا چې اوس ۵۱ کلنه ده وايي، مور به یې چې "هر وخت وغوښتل" دا به یې معبد ته بېوله- هغه مهال د لېږد رالېږد امکانات ډېر نه وو، نو دوی به معمولاً په یوه ډلګۍ کې د مېلو پرمهال هلته تلل.
سریدهاران وايي: "زما امّا (مور) تل ویل کومه خبره نه ده که ته هندویزم، اسلام یا مسیحیت پر ځان عملي کوې. هر دین موږ ته یو څه را زدکوي، یعنې له ټولو سره مینه کول او احترام لرل".
د هغه خپلوان هم د ماشومتوب د دوران ډېرې کیسې لري.
شاهنواز ته هغه ورځ ښه یاده ده چې مور یې کور ته راستنه شوه او دوه کلن سریدهاران ورسره و.
دی وايي: "لیلا او راماني د هغې تر شا وو. زما مور وویل دوی اوس له موږ سره اوسېږي ځکه چې د پالنې څوک نه لري".
وروسته ټول یوه کورنۍ وګرځېدل.
شاهنواز ماشومانو ته چې پر ځمکه به څنګ په څنګ پراته وو، د خوب کیسې کولې؛ او کله چې څلور کاله وروسته جاشینا وزیږېده، دوی ته ژوند لا خوندور شو.
په لویېدو سره د سریدهاران او جعفر خان ترمنځ تړاو لا ټینګ شو، دوی "لکه غبرګوني" داسې وو چې هر کار به یې په ګډه کاوه.
شاهنواز او جعفر خان وايي، وروڼو او خویندو به ډېر کم وخت لانجې کولې، ان "سریدهاران سره د مور ډېره علاقه وه" او ډېر کله به یې ځانګړی چلن ورسره کاوه.
جعفر خان په موسکا وویل: "زما برعکس، سري [سریدهاران] به ټول کارونه کول او ډېر ریښتونی و. شاید همدا لامل به و چې مور ډېره مینه ورسره کوله".

د عکس سرچینه، SIDDIK PARAVOOR
دغه د کورنۍ غړي وايي، له خپلې مور او پلار یې د ژوند مهم درسونه زده کړل. د بېلګې په توګه، شاهنواز ته په یاد دي چې څنګه یې مور بهر ته وتله چې د هر دین پلویانو له ټیټې طبقې خلکو سره مرسته وکړي.
دی وايي: "هر څوک به زما مور ته راتللی شول او د واده، تحصیل او روغتیا لپاره به یې پیسې ترې غوښتې او هغې به تر خپله وسه مرسته ورسره کوله- ډېر کله به یې نا رسمي پور ورکاوه او هغې به خپله پلرنۍ ځینې ځمکه ورته خرڅوله".
دا کیسې د Ennu Swantham Sreedharan د ډایرکټر صدیق پراوور د فلمي داستان د ملا تیر جوړوي.
پراوور له هغو خلکو دی چې د زبیدې په اړه یې د سریدهاران له فېسبوکي تبصرې الهام اخیستی و.
دی وايي: "په دې داستان کې ډېره انسانپالنې ډېره ده چې ټولنه یې په اړه پوهېدو ته اړه ده". دی زیاتوي هڅه یې دا وه چې د فلم له لارې د انساني اړیکو ښکلاوې په تصویر کې تمثیل کړي.
دا فلم د جنورۍ په ۹مه د کیرالا تیاتر کې په ځانګړي پروګرام کې وړاندې شو. پراوور اوس هڅه کوي د سوداګریزې خپرېدو لپاره یې بسپنه راغونډه کړي.
د یادې کورنۍ وروڼه او خویندې چې اوس په بېلابېلو ښارونو کې اوسېږي، وايي خپلې مور ته یې غوره احترام نه شته.
لیلا وايي: "زما د خپلې مور یواې ښه یادونه په یاد دي. ددغو خاطرو پوهېدل دردناکه ده چې پوه شم دا خاطرې محدودې وې، خو نېکبخته یم ځکه چې اوس یې فلم را په زړه کوي".
شاهنواز وايي "کله چې مور له دې نړۍ وکوچېده، پام مو شو چې خلک زموږ ترمنځ توپیر ویني. خو موږ لا تراوسه هماغه شان یو".





















