هغه هېوادونه چې افغانستان ورسره یو ورځنۍ لوبې کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
افغانستان له زیمبابوې سره ۲۸ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي، چې ۱۸ یې افغانستان او ۱۰ زیمبابوې ګټلې دي.
افغان لوبډلې له سکاټلنډ سره ۱۹ یو ورځنۍ لوبې کړي چې له هغې ډلې اووه یې سکاټلنډ او پاتې نورې یې افغانستان ګټلې دي.
افغانستان او ایرلنډ په خپلو منځونو کې ۳۲ یو ورځنۍ لوبې کړې دي، چې ۱۸ لوبې یې افغانستان، ۱۳ یې ایرلنډ ګټلې دي او یوه لوبه بې پایله ختمه شوې ده.
له سري لنکا سره پنځلس لوبې شوي، لس یې سري لنکا ګټلي، څلور افغانستان او یوه یې بې پایلې پاته شوې ده.
له بنګله دېش سره پنځلس لوبې شوي، چې نهه یې بنګله دېش او شپږ افغانستان ګټلې دي.
افغانستان له وېست انډیز سره نهه لوبې کړې دي، چې پنځه یې ویست انډیز ګټلي، درې افغانستان او یوه یې بې پایلې پاته شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
له پاکستان سره اته لوبې شوي، چې اووه پاکستان او یوه یې افغانستان ګټلې ده، هغه تاریخي لوبه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۲۳مه نېټه وه.
له انګلنډ سره افغان کرېکټ ملي لوبډلې درې یو ورځنۍ لوبې کړې دي، چې دوه یې انګلنډاو یوه یې افغانستان ګټلې ده. افغانستان د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې انګلنډ ته ماته ورکړه.
افغان لوبډلې له هند او اسټرالیا سره څلور- څلور یو ورځنۍ لوبې کړې دي، چې افغانستان پکې کومه بریا نه ده خپله کړې. خو له هند سره یې یوه لوبه مساوي شوې وه.
له نیوزیلنډ سره درې لوبې شوي، چې درې واړه یې نیوزیلنډ ګټلې دي. له سویلي افریقا سره دوه لوبې شوي او افغانستان کومه لوبه نه ده پکې ګټلې.





















