بلېنکن له جګړې وروسته د غزې پلان په هکله د خبرو لپاره منځني ختیځ ته تللی

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ټام باټمن د بهرنیو چارو وزارت لپاره خبریال او رشدي ابوالعوف د غزې لپاره خبریال
- دنده, بي بي سي- جده او استانبول
- د خپرېدو وخت
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د دې لپاره منځني ختیځ ته تللی، چې له جګړې وروسته د غزې خوندیتوب او حکومتولۍ په تړاو د یوه پلان په هکله خبرې وکړي.
لومړی په سعودي عرب کې او بیا ورپسې مصر کې به له عرب مشرانو سره د ښاغلي بلېنکن د خبرو تمرکز په هغه موضوع وي، چې امریکایان یې ''د تلپاتې سولې لپاره معماري'' بولي.
ښاغلی د چهارشنبې پر ورځ جدې ته ورسېد او د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسې شپږم ځل دی، چې نوموړی سیمې ته سفر کوي. تمه کېږي، چې نوموړی به د همدې چهارشنبې پر ماخوستن د سعودي عرب له ولیعهد محمد بن سلمان سره وویني.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر په وینا دغه دواړه مشران به په غزه کې د یوه احتمالي اوربند په هکله خبرې وکړي او دغه راز به غزې ته په داسې حال کې چې هلته د بشري بحران لا پراختیا خبرداری ورکول کېږي، د بشري مرستو زیاتولو پر لارو چارو وغږیږي.
د ملګرو ملتونو یوه ارزونه ښيي چې روانه اونۍ په غزه کې یو اعشاریه یو میلیون خلکو لوږه وګالله او په وینا یې په شمال کې له اوس نیولې تر مې میاشتې پورې د یوې داسې احتمالي لوږې رامنځته کېدو امکان دی، چې په لوی لاس رامنځته کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي میلر زیاته کړه د خبرو په اجنډا کې به ''له کړکېچ وروسته د غزې لپاره پلان هم شامل وي، چې د حماس بیا واکمنۍ او اکتوبر ۷مې بریدونه تکرار نه شي، د فلسطین خلکو لپاره یو سیاسي برخلیک، له اسرائیل سره د امنیت تضمین او په سیمه کې د تلپاتې امنیت او خوندیتوب طرحې معمارې هم شامله ده.''
ښاغلی بلېنکن به د پنجشنبې پر ورځ د مصر له مشرتابه سره د خبرو لپاره قاهرې ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې عیني شاهدان وايي، اسرائیلي ځواکونو د غزې ښار الشفا روغتون په شاوخوا کې هوايي بریدونه زیات کړي دي.
له دې مخکې اسرائیلي ځواکونو ویلي وو، د دوشنبې پر ورځ یې هلته ۶۰ وسله وال وژلي دي.
بل لور په قطر کې د اسرائیل او حماس تر منځ د یرغمل کسانو خوشي کېدو او یوه اوربند په تړاو غیر مستقیمې خبرې روانې دي. خو داسې ډېرې اشارې نه لیدل کېږي، چې کوم پاموړ پرمختګ به وشي.





















