د امریکايي سفیر او خبریالې معشوقې کیسه یې او د دبۍ د امیر ډالۍ

پخوانی سفیر اولسن

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

کله چې امریکایی دیپلومات ریچرډ اولسن په ۲۰۱۲ کې اسلام اباد ته ولاړ چې پاکستان کې د امریکا د سفیر په توګه کار پیل کړي، کوربه هېواد یې تود هرکلی وکړ، خو اسلام اباد یو کال مخکې ایبټ اباد کې د القاعده شبکې د بنسټګر او مشر اسامه بن لادن د وژلو عملیاتو چې د امریکا ځانګړو سمندري ځواکونو کړي وو، په غوسه کړی و.

سفیر اولسن نوې دنده د خپلې مخکنۍ اوږدې تجربې له مخې پیل کړه. هغه په بهرنیو چارو وزارت کې ۳۰ کاله کار کړی و.

کله چې څلور کاله وروسته په ۲۰۱۶ کې متقاعد شو، د هغه د بهرنیو چارو ویر جان کېري وویل: "په ساده ټکو هغه زموږ یو ځانګړی دیپلومات دی" چې پر امریکايي دیپلوماسۍ یې تلپاتې اغېز کړی دی.

خو د دې ټولو تر شا اسلام اباد ته د اولسن رسېدل له رسواییو د ډکو کلونو پیلامه وه، د امریکا قضا کې د هغه پر ضد راپورته شویو تورونو کې ویل شوي چې هغه د خپل کار په جریان کې د مینې پټ تارونه هم غځولي او د الماسو داسې ډالۍ راکړه ورکړه شوې چې څوک پرې خبر شوي نه وو، او په ناقانونه توګه د یوه بهرني هېواد د ګټو لپاره یې کار کړی او دروغ یې ویلي دي.

اولسن تېر کال هغه مهال د دروغو ویلو پړه ومنله چې ګنې د تقاعد په کال یې د قطر په ګته کار کړی دی. پر اولسن د دریو کلونو بند سزا ختلې او ۹۳۴۰۰ ډالره غرامت باید ورکړي.

اولسن قاضي جې مایکل هارفي ته د حکم له اورېدو مخکې وویل: "د هغو تېروتنو له کبله چې ما کړې دي ما ډېر څه پرې کړل". زه له ټولنیز او کاري پلوه رټل شوی یم. ما خپل شهرت او شتمني له لاسه ورکړه".

په تورونو کې د اولسن ښکېلېدل د هغه ۳۴ کلنه کاري تجربه په هېڅ حساب کړه. کارپوهان وايي چې دا کار په امریکايي دیپلوماسۍ کې د پاموړ ځکه دی چې تر ډېره دیپلوماسۍ کې د دېوالونو تر شا چارې مخته بېول کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د دې قضیې په اړه د بي بي سي غوښتنې ته ځواب لا نه دی ویلی.

په داسې حال کې چې اولسن د خپل هېواد او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کاوه او په دې ماموریت کې د طالبانو تحریک له مشرانو سره ځینې مهمې، پېچلې او پټې ناستې هم شاملې وې، د محکمې په اسنادو کې ښکاره شوې چې د اولسن عاطفي ژوند هغه له خطر سره مخامخ کړی و.

په ۲۰۱۲ کال اسلام اباد ته د دغه امریکايي دیپلومات له رسېدو وروسته هغه له یوې بریتانوۍ خبریالې سره د مینې تار وغځاوه. خبریالې پاکستان کې کار کاوه.

اولسن او یاده خبریاله منی حبیب د مینې په دې تار تر ۲۰۱۴ کال پورې تړلي پاتې شول. په ۲۰۱۴ کال منی پوه شوه چې ګنې اولسن هغه وخت د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې له یوې کارمنې سره واده کړی دی، هغه له نورو ښځو سره هم راشه-درشه لرله. د ده مېرمن هغه مهال لیبیا کې د امریکا سفیره وه.

د محکمې اسنادو کې – چې واشنګټن پوسټ د لومړي ځل لپاره خپاره کړي وو د هغه وکیلانو لیکلي: "منی حبیب داسې انګېرله چې ګنې هغه یوازېنۍ ښخه ده چې هغه وخت سفیر اړیکه ورسره لرله، خو سفیر بیا پر دې نظر نه و".

اولسن امریکايي چارواکو ته ویلي، اسلام اباد کې یې د امریکا مرکزي استخباراتو ته ویلي چې له خبریالې سره یې اړیکه لرله، خو د محکمې په اسنادو کې راغلي چې دا معلومات یې د امریکا امنیتي دیپلوماتیکو چارواکو ته نه دي ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت د تجسس ضد قوانینو له مخې یې باید دا کار کړی وای.

SAFIN HAMED/AFP

د عکس سرچینه، SAFIN HAMED/AFP

د سفیر او خبریالې ترمنځ د مینې تار د ۲۰۱۵ کال لومړیو کې وغځول شو. خبریالې په کولمبیا پوهنتون کې د خبریالۍ پروګرام کې ځان ثبت کړی و، خو د نژدې ۱۰۰ زره ډالرو د زدکړې د فیس ورکولو توان یې نه درلود. د محکمې د اسنادو له مخې، اولسن دا خبریاله یوه پاکستاني الاصله امریکايي سوداګر او کاروباري عماد زبیري ته وروپېژندله چې ښاغلی زبیري هغه وخت امریکا کې د فشار ډلو له مهمو غړو ګڼل کېده او له امریکايي چارواکو سره یې نژدې اړیکې لرلې.

زبیري خبریالې اغلې حبیب ته کولمبیا پوهنتون کې د زدکړو د فیسونو د همکارۍ په پار ۲۵ زره ډالر ورکړل.

ویل شوي چې د زبیري پرضد ثبت شوې قضايي ادعا کې هغه د امریکا ټاکنیز کمپاین کې د مالي مرستې او له مالیې د تېښتې هڅه په ۲۰۱۹ کال د خپلې تېروتنې په توګه منلې ده.

د محکمې د تالار لومړي کتار کې منی حبیب مخامخ کتل خو وکیلانو یې له اولسن سره د اړیکې او تړاو لرلو د تاریخ په اړه بحث درلود او دا یې پوښتل چې کله چې دا په کولمبیا پوهنتون کې ثبت شوې وه، ایا د اولسن ملګرې وه، انډیواله یې وه او که کومه بله اړیکه یې ورسره لرله.

محکمه کې د اولسن وکیلانو ټینګار درلود چې پخواني سفیر له منی حبیب سره یوازې پېژندګلوي پیدا کړې ده هغه مهال یې له هغې سره د عاطفي اړیکو پر بنسټ کومه سرغړونه نه ده کړې.

د کارپوهانو په وینا، د اولسن ځانګړی ژوند خپله اندېښمنوونکی دی، په تېره کله چې د اړیکو د ترینګلتیا په دوران کې پاکستان کې د امریکا سفیر و.

په ۲۰۱۹ کال بېرته د منی حبیب او اولسن ترمنځ د مینې اړیکه پیل شوه او له هغې سره یې واده وکړ.

اولسن د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم تېر شوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اولسن د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم تېر شوی

خو ښکاري چې دغه پخواني سفیر ځان پخپله په لومه کې بند کړ.

د محکمې د اسنادو له مخې، کله چې اولسن دبۍ کې د امریکا کونسلګرۍ کې دنده لرله، د دبۍ واکمن د هغه دفتر ته د ۶۰ زره ډالرو په ارزښت د الماسو څلور ټوټې واستولې.

هغه وخت بهرنۍ ډالۍ معموله چاره وه او اولسن باید د هغو ډالیو په اړه خپل حکومت خبر کړی وای چې قیمت یې له ۲۸۵ ډالرو لوړ وي، یا یې د امریکا حکومت ته وسپاري او یا یې فدرالي حکومت ته د بازار په نرخ عوض ورکړي.

خو اولسن له دې هېڅ کوم کار ونه کړ او وروسته یې محققانو ته وویل چې د الماسو ټوټې د هغه د خواښې ډالۍ دي، چې دبۍ ته د خپلو بچیانو د مرستې لپاره لېږدول شوې دي، نو د بهرنیو ډالیو په قانون کې نه شاملېږي.

د ۲۰۱۶ کال نومبر کې اولسن یوه پیغام کې د بهرنیو چارو وزات ته ولیکل خپله خواښې یې نه شوای اړایستلی چې د وزارت په غوښتنه دا ګاڼه بېرته رد کړي.

په پای کې وزارت دا قضیه بشپړه وتړله، خو محکمه کې یې دوسیه لا پاتې وه او د قضیې ښکېلو کسانو وویل چې د دبۍ د امیر دا ګاڼه "ارزښتناکه او په ښکاره نامناسبه ډالۍ ده"، دوی وویل چې اولسن له قانوني پوښتنو ګروېږنو د تېښتې لپاره دروغ ویلي.

په پای کې اولسن د مینې او ګاڼو قضیو کې د زندان له سزا وژغورل شو، په دوو قضیو کې په خپله تېروتنه د اعتراف له کبله شپږ میاشتې بندي شو.

په لومړۍ تېروتنه کې اولسن هغه دروغ ومنل چې ګنې د امریکا د سفیر په توګه یې د الوتکې دوه طرفه ټیکټ د عماد زبیري په لګښت ترلاسه کړی و.

اولسن له نیو مکسیکو نه لندن ته له یوه بحریني سوداګر سره چې نوم یې نه دی یاد شوی، د کتنې لپاره سفر کړی و.

دې سوداګر سفیر ته وړاندیز کړی و که شرکت کې یې کار ورسره پیل کړي، نو د کال به ۳۰۰ زره دالر ورکړي. زبیري د الوتکې د ټیکټ او یوه لوکس هوټل کې د اوسېدو لګښت منلی و چې نژدې ۲۰ زره ډالره کېدل.