زلمی خلیلزاد: د پاکستان وضعیت ریښتیا هم ترینګلی دی، پوځ غواړي عمران خان زندان کې وساتي

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د امریکا د بهرنیو چارو مخکېنی استازی زلمی خلیلزاد وايي، دی مخکې هم پاکستان ته اندېښمن و خو د پوځ مشر تر تازه وینا وروسته ورته جوته شوې چې د دغه هېواد "حالات ریښتیا هم ترینګلي دي"

ښاغلي خلیلزاد د پاکستان په اړه دا تازه څرګندونې پر خپل ټوېټر په څو پرله پسې ټوېټونو کې کړې دي.

که څه هم د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د بیان جزیات نه شته خو ښاغلي خلیلزاد ویلي، "په سیالکوټ کې له لوړ پوړه افسرانو سره د هغه تر تړلو دروازو شا ته له قهره ډک بیان ما سره شریک کړای شوی دی"

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې چې د پوځ د مشر ټوله وینا اندېښمنوونکې ده خو دوه ټکي پکې د غور وړ دي، یو دا چې "د هغه وینا ښکاروي چې د پاکستان په څېر د یوه مهم او ستر وسله وال پوځ درلودونکي هېواد د مشرۍ خوی او بوی نه لري. دا ډول بې ثباته، قهرجن او پر ځان مین سړی باید خپله ګوته د اټومي بم پر تڼۍ کې نږدي"

زلملي خلیلزاد همدا راز ویلي چې د یوه هېواد پوځي اداره ډېره ارزښتمنه وي او باید مشري یې "له یوه زغم لرونکي او له سیاسي پلوه بې پرې" کس ته وسپارل شي.

"د پوځ مشر دې استعفا ورکړي او ټاکنې دې وشي"

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې مخېکني استازي‌ بله اشاره په پاکستان کې روانو سیاسي ناندریو او تاوتریخجنو احتجاجونو ته کړې او پوښتنه یې کړې چې ایا د دغه هېواد پوځ او استخبارات [سټبلېشمېنټ] به "دې ډرامې" نه په شا شي او که لا به هوا ورکړي؟

زلمي خلیلزاد ویلي، "داسې اوازې دي چې دوی د عمران خان ښځې بشرا بېګم د نیولو په تکل دي" او د "فتنې یوه ناڅرګند قانون" په پلي کولو سره غواړي عمران خان په زندان کې وساتي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې چې دا به د "نه منلو وړ بې پروايي" وي او "زه یو ځل بیا د پوځ د اوسني مشر د استعفا غوښتنه کوم او وایم چې د ټاکنو لپاره د یوې نېټې په انتخابولو سره دې حالات بېرته لارې ته برابر کړای شي"

د خلیلزاد دې څرګندونو ته د پاکستان پوځ مشر او یا کوم بل سیاسي کس تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې د پاکستان په اړه د ده ځینو څرګندونو بحثونه او غبرګونونو پارولي وو.

د پاکستان مخکېني ولسمشر اصف علي زرداري "د لابي لپاره ګمارل شوی مامور" بللی و خو ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي وو چې "زه هېچا او هېڅ هېواد ته لابي نه کوم او نه د چا مزدور یم"

"زه کپتان یم، تر وروستي توپه به سیالي کوم"

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا مخکېنی استازی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پاکستان کې د دغه هېواد د مخکېني لومړي وزیر او د تحریک انصاف مشر عمران خان د نیول کېدو او محاکمه کېدو پر سر سیاسي ناندرۍ روانې دي.

عمران خان نن هم د قول اردو قومندان پر کور د برید په تړاو قضیه کې په ضمانت د خوشي کېدو لپاره د لاهور عالي محکمې ته حاضر شو.

د دغه برید په تړاو د تحریک انصاف ګڼ کسان نیول شوي دي او عمران خان ویلي چې د ده پلویانو سره په همدې پلمه تاوتریخوالی شوی.

ده پر حکومت تور پورې کړی چې ګواکې په دې کار سره غواړي چې د هغه پلویان غلي او و وېروي.

په لاهور عالي محکمه کې د محاکمې پر مهال عمران خان وویل چې "دومره ظلم د مخکېني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف په دوره کې هم نه و شوی لکه اوس چې روان دی"

د پاکستان د کرېکټ لوبډلې دغه مخکېني لوډلمشر همدا راز ټينګار کړی چې له خپلو غوښتنو به په شا نه شي او په وینا یې، "زه کپتان یم او تر وروستي توپه به سیالي کوم"