طالبان د کب لسمه د معاصر تاریخ ویاړلې ورځې په توګه نمانځي

د خپرېدو وخت

افغانستان کې طالب واکمنانو نن 'چارشنبه' د کب لسمه چې امریکا سره د دوحې د سولې تړون درېمه کالیزه ده د تاریخي ورځې په توګه نمانځلې او په وینا یې په "دې ورځ د افغانستان په معاصر تاریخ کې نوی باب پرانېستل شو."

طالبانو په دې ویاړ نن د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې رسمي غونډه جوړه کړې وه چې لوړ پوړو طالب چارواکو پکې ګډون کړی وو او هېڅ کومه ښځه ګډونواله نه تر سترګو کېده.

غونډې ته د وینا پر مهال د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، مونږ په دې ورځ دا ثابته کړه چې "افغانانو که د تورې او مبارزې میدانونه په مېړانه ګتلي د سیاست په ډګر کې یې هم خپله وړتیا او استقلال ثابت کړي."

ملا عبدالغني برادر چې هغه مهال یې د طالبانو په استازولۍ له امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره دا تړون لاسلیک کړ، په ننۍ غونډه کې له سیاسته بې خبري وښوده او په وینا یې "ما فکر نه کاوه چې ما دې کله له چا سره سیاسي خبرې کړې وي او بیا دې پوه شوی وم چې دا سیاسي خبره ده مانا دا چې زه په هېڅ سیاسي خبره نه پوهېدم."

خو هغه ټينګار وکړ چې "د ملګرو په مشوره، توافق او الهی نصرت 'بې سارې' بریا ته ورسېدو"

په امریکا تور او له نړۍ ګیله

ملا عبدالغني برادر چې له امریکا سره د سولې تړون پر مهال د طالب مرکچي پلاوي مشر او اوس د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دی د دغه تړون په دریمه کالیزه بیا هم امریکا تورنه کړه چې د دوحې تړون ځينې ژمنې یې نه دي عملي کړي او د افغانستان ښيګڼه نه غواړي.

هغه وویل، امریکا د سولې تړون په خلاف طالب بندیان په خپل وخت ازاد نه کړل، ځينې طالب مشران یې اوس هم په تور لېست کې ساتلي، بندیزونه یې لګولي، د افغانستان شتمني یې ګنکل کړي او په وینا یې نور هېوادونه هم ګواښي چې که له افغانستان سره نېک تعامل وکړي په تور لېست کې به یې شامل کړي.

ښاغلي برادر په خپلو خبرو کې د کوم هېواد نوم وانخیست خو ویې ویل چې د ځينو هېوادونو تعامل له دوی سره ښه شوی.

نوموړي پر نورو هېوادونو هم غږ وکړ، چې له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې او تعامل ښه کړي او په وینا یې "تبعیضي چلند" دې نه کوي.

ښایي د ملا برادر اشاره ایران، ترکیې او د منځنۍ اسیا ځينو هېوادونو ته وي.

ایران او ترکیې تازه د افغانستان ډيپلوماټيکې استازولی طالبانو ته ورکړي او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه له افغانستان سره روانه سوداګري لري.

هغه وویل "مونږ تعامل ته اړتیا لرو او هېڅ هېواد نشي کولای یوازې ووسیږي.له هېوادونو غواړو چې د نورو ملتونو په څیر د بشریت او اسلامیت له مخې له افغانانو سره په نېک نیت ولاړ مثبت تعامل وکړي او په وینا یې حکومت یې هم ورته پالیسي لري."

'مونږ د دوحې پر تړون ژمن ولاړ یوو'

غونډې ته د وینا پر مهال د نورو طالب چارواکو په شان ملا عبدالغني برادر وویل " مونږ د دوحې تړون عملي کړی خو نړۍ د امریکا په کړنو سترګي پټوي، زمونږ پیسې چې د ولس اړتیا ده دوی ټینګې نیولي چې دا د امریکا له شانه سره نه دي مناسب."

دغه لوړي پوړي طالب چارواکي په افغانستان کې خپل اوسنی حاکمیت په معاصر تاریخ کې بې ساری وباله او په وینا یې دمګړۍ په افغانستان کې داسې کلی نشته چې د دوی فرمان پکې نه وي جاري.

هغه وویل طالبان د دوحې تړون ته ژمن دي او په ټول افغانستان کې یې یوه لوېشت خاوره تر حاکمیت نه ده وتلې.

سره له دې چې طالبان د دوحې تړون ته ځانونه ژمن بولي خو پر دغې ډلې نیوکي دي چې د واک تر لاسه کولو وروسته یې هغه ډیر موارد له پامه غورځولي چې پخوا پرې ژمنه شوې وه.

له دې ډلې یو هم ټول ګډونه حکومت او بشري حقونه دي.

طالب مشران په دغې مناسبت غونډه کې که څه هم د افغانستان په ځينو ننګونو چې تر ټولو ستره یې د نجونو د زدکړو او کار موضوع ده واضح ونه غږیدل خو د غونډې ځينو اکاډمیکو ګډونوالو په یوه نه یوه ډول د طالبانو تر غوږو د علم غږ پورته کړ.

د دوی په وینا "په افغانستان کې اوس علمي انقلاب ته اړتیا ده او طالبان دا مسولیت په غاړه لري چې کار، تعلیم، ابادي، یووالي او عدالت ته کار وکړي."