له افغانستانه بنفشه یعقوبي او له ایرانه فریبا بلوچ د زړورو ښځو نړیوالې جائزې ته نومول شوې

د خپرېدو وخت

له افغانستانه د بشري حقونو فعاله بنفشه یعقوبي او له ایرانه د بشري حقونو فعاله فریبا بلوچ له هغو ۱۲ مېرمنو په لیست کې شامل دي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د 'جرئت لرونکو ښځو کلنۍ نړیوالې جائزې' ته نومول شوې دي.

دغه جائزه به د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د دې هېواد د ولسمشر جو بایډن مېرمن جیل بایډن د مارچ پر څلورمه د امریکا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ورکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، نابینا بنفشه یعقوبي له خپل مېړه سره په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې د ''راه یاب'' یا ''لار موندنې'' په نامه د نابینایانو د زدکړو مرکز جوړ کړ، چې لسګونو نابینا کسانو پکې زدکړې کړې.

نوموړې دغه راز د افغانستان بشري حقونو کمېسیون له لوري د نابینا ماشومانو روزنې برخې سرپرستي هم کوله.

مېرمن یعقوبي اوس له هېواده بهر اوسي.

بنفشه یعقوبي د نابینایانو د حقوقو د غوښتنې لپاره په ځلونو، ځلونو غږ پورته کړی. نوموړې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د عدالت غوښتنې د کمېټې غړیتوب هم درلود.

فریبا بلوچ چې اوس د بریتانیا په لندن کې ژوند کوي، د ایران سیستان، بلوچستان سیمې اوسېدونکې ده. د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت وايي، مېرمن بلوچ په خپل پلرني ټاټوبي کې د ښځو حقونو او بشر حقونو او دغه راز د ''رژیم د زور، زیاتي، اعدامونو، سیستماتیک تبعیض'' پر ضد فعالیت کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نوموړې په هکله وايي، چې د خپلو همدې فعالیتونو له کبله د ایران حکومت له لوري د مرګ له ګواښونو سره مخامخ شوې او دغه راز یې زوی او ورور د ایراني چارواکو له لوري نیول شوي دي.

دا جائزه له ۲۰۰۷ کال راهیسې هغو ښځو ته ورکول کېږي، چې د سولې، عدالت، بشري حقونو، جنسیتي برابري، نجونو او ښځو د ملاتړ برخه کې یې مخکښ، زړور او له جرئته ډک رول درلودلی وي.