امریکایی سناتور کرېس کونز د جرمني صدر اعظم اولاف شولز په څېره کې

د خپرېدو وخت

کرېس کونز او اولاف شولز د پنجشنبې په ورځ واشنګټن ډي سي کې له یو بل سره وکتل چې دواړه ډېرې ورته څېرې لري. وروسته دواړو یو سیلفي عکس واخیست او پر خواله رسنیو یې خپور کړ.

سېن کونز په ټوکه کې په جرمني ژبه وویل: " Wer ist wer یعنې کوم څوک دی؟".

د دواړو د وېښتانو رنګ نژدې یو شان دی، د دواړو پر ککریو وېښتان نشته، موسکا یې هم ورته ده چې په لومړي ځل کتلو کې سړي توپیر ګران دی.

ښاغلی شولز چې په ۲۰۲۱ کال کې د جرمني د دریو ایتلافي ګوندونو د رامنځته شوي حکومت مشري کوي، معمولا په شوخه طبعه مشهور دی.

صدر اعظم شولز پر اېکس یوه ټویټ کې له دې انځور سره لیکلي: "ډېر خوشحاله یم چې یو ځل بیا له خپل شبیه (ورته سړي) سره ګورم".

خو د دواړو په عمر کې نسبي توپیر شته، یو ۶۰ کلن او بل یې ۶۵ کلن دی، خو د دواړو لوړوالی نژدې ۵ فوټه او ۷ انچه دی، همداشان دواړه له سیاست سره مینه لري او دواړه اوکرایین ته د لا نورو پوځي مرستو استولو پلویان دي.

ښاغلی شولز پلازمېنې واشنګټن ته له ولسمشر جو بایډن سره د جمعې ورځې د رسمي کتنې لپاره رسېدلی چې اوکرایین ته خپل ملاتړ لا پیاوړی کړي.‌

ده له امریکايي سناتور سین کونز او نورو قانون جوړوونکو سره هم د پنجشنبې په ورځ وکتل چې همدا پیغام ورته ورسوي.

شولز داسې مهال امریکا ته سفر کړی چې په کانګرس کې قانون جوړوونکي اوکرایین او اسرائیلو ته د لا نورو مرستو د څرنګوالي پر سر له جمهوریپالو سره چانې وهي.