تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو سرپل کې ۶۳ ښځې او سړي د 'اخلاقي جرمونو' په تور په عام محضر کې په درو وهلي
په افغانستان کې د سرپل ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند حبیب الله وايي، نن د سرپل ښار په ورزشي سټوډیم کې د سرپل د والي محمد یعقوب عبدالرحمن په شمول د ځینو طالب چارواکو په حضور کې "د ۱۵ ښځو په ګډون پر ۶۳ کسانو تعزیري حکم" پلی شو.
نوموړي وویل دغه کسان په "زنا، لواط، له کوره تېښته، غلا او بېحرمتۍ" تورن شوي وو چې له نیول کېدا او "د عدلي او قضايي ارګانونو له څېړنو" سرپل کې د طالبانو د سیمهییزو محکمو د حکم پر بنسټ هر یوه ته د ۳۹ دُرو وهلو سزا ورکړل شوه.
د طالبانو حکومت د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد هم پر ټوېټر لیکلي: "له دوی څخه ځینې یې پر لواطت او غلا تورن وو او نور بیا د غیر اخلاقي اړیکو په جرم تورن شوي وو."
نوموړی زیاتوي، چې سیمهییزو چارواکو وړاندې د حکم له ترسره کولو مخکې ویناوې وکړې او له جرمونو سره تړلو سزاګانو او د ټولنې د اصلاح په اړه یې خبرې وکړې."
ښاغلی راشد زیاتوي، د دغه حکم د تطبیق پرمهال د سرپل د محاکمو قاضیان او چارواکي هم موجود وو.
تر دې وړاندې، د روان کال د اپرېل پر دویمه (وري ۱۴مه) طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۴ نارینه او دوه ښځې د درو په وهلو او بند محکوم کړي وو او په عام محضر کې په درو وهل شوي وو.
د بشري حقونو سازمانونو تل د دغه ډول احکامو له صادرولو او پلي کېدو سره مخالفت ښودلی او دا یې د انساني کرامت خلاف بللي دي.
همدارنګه دا ډول پېښو کې د دغه سازمان مدافع وکیلانو ته د تورنو کسانو نه لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې واک ته د طالبانو له بیا راګرځېدو سره د طالبانو د حکومت ویاند ویلي و، چې دوی د "اسلام په چوکاټ کې" د بشري حقونو درناوي ته ژمن دي، خو له هغه راهیسې یې په پرله پسې توګه ډېرې فردي او ټولنیزې ازادۍ محدودې کړې.
د بي بي سي پښتو د موندنو پر بنسټ د ۲۰۲۲ کال له نومبر راهیسې بیا د ۲۰۲۳ کال تر اګست میاشتې، د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان له ۳۴ ولایتونو یې په ۲۱ کې په عام محضر کې خلکو ته د جزا ورکولو ۵۰ پېښې شوې وې.
په دې ترڅ کې ټولټال ۳۴۶ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور سزا ورکړل شوې ده.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې قاضیانو ته امر وکړ، چې د ځانګړو جرمونو لپاره "حدود او قصاص" پلي کړي چې دې کې د بدن د غړي پرې کول او عام محضر کې سنګسار شامل دي.
له هغې وروسته په بېلابېلو ښارونو کې د دورو وهلو راپورونه خپاره شوي دي.