کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو څخه د کم عمره ځوانانو اسیايي جام اتلولي بنګله دېش وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACC

د خپرېدو وخت

له ۱۹ کالونو څخه د کم عمره ځوانانو د اسیايي اتلولیو په پایلوبه کې متحده عربي امارات او بنګله دېش له یوه بل سره مخ وو چې بنګله دېشۍ هغې کوربنې لوبډلې ته د ۱۹۵ منډو په لوی توپېر ماته ورکړه.

د دغې برخلیک ټاکونکي لوبې ټاس کوربه عربۍ لوبډلې وګاټه خو بنګله دېش ته یې لومړۍ د توپ وهنې وار ورکړ چې ورپسې له ۱۹ کالونو څخه کم عمره بنګله دېشۍ لوبډلې په ټولو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۲ منډې جوړې کړې.

دا په ښکاره دغو سیالیو کې ستر هدف و چې د متحده عربي اماراتو لوبډله یې په په پوره کولو کې له یوې مخې پاتې شوه.

د دغه ستر هدف پوره کولو په تعقیب د متحده عربي اماراتو لوبډلې ۸۷ منډې وکړې او په ۲۴ اوور کې یې ټول لوبغاړي وسوځیدل.

د بنګله دېش د سر پیلوونکي (اوپنر) لوبغاړي ۱۲۹ منډې وکړې او د پای په اورونو کې وسوځېد.

عاشق الرحمان شېبلي د لوبډلې وېکټ ساتونکی هم دی.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Bangladesh Cricket

د عکس تشریح، بنګله دېش د هدف لا لوړولو په هڅه وروستیو کې ډېرې وېکټې له لاسه ورکړې

د هغه تر څنګ د بنګله دېش دوه نورو تنیکو ځوانانو هم پنځوسیزې جوړې کړې او دغه ستر هدف ته یې د لوبډلې په رسولو کې مهم رول ولوباوه.

د توپ اچونې پر مهال هم د بنګله دېش دوه لوبغاړو د سیالې لوبډلې درې - درې او ورپسې دوه نورو د سیالې دوه دوه لوبغاړي وسوځول او کوربنه لوبډله یې دغه هدف ته د رسیدو په لار یوازې په ۸۷ منډو تم کړه.

دا لومړۍ ځل دی چې د پاکستان، هند، شري لنکا او افغانستان غوندې پیاوړو لوبډلو له منځه متحده عربي امارات او بنګله دېش د داسې مهمو اسیايي سیالیو پایلوبې ته ځانونه رسولي وو.

له دې وړاندې د جمعې په ورځ متحده عربي امارتو پاکستان او بنګله دېش بیا هند ته له ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لار ومونده.

له ۱۹ کالونو څخه د کم عمره ځوانانو افغان لوبډلې بیا په ګروپي سیالیو کې یوازې یوه لوبه له نیپاله ګټلې وه او له مخکې تګه پاتې وه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

په دغه پړاو سیالیو کې لومړۍ هند او ورپسې پاکستان افغان لوبډله ماته کړې وه.

دا سیالۍ چې په پنځوس اوریزه بڼه وې د راتلونکي نړیوال جام لپاره د چمتووالي او ځآن ازمویلو ښه پړاو بلل کېږي.

له ۱۹ کالونو څخه د کم عمره ځوانانو نړیوال جام راتلونکي میاشت د نړۍ له لر او بره د ۱۶ لوبډلو تر منځ تر سره کېږي.