"د افغانستان تاریخي خزانې د بلدوزر په مټ ویجاړېږي"

    • Author, کاوون خموش
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت

د شیکاګو پوهنتون د کلتوري میراثونو د ساتنې مرکز وايي، په ۲۰۱۸ کال کې یې لرغونپوهان د بلخ ولایت په شاوخوا سیمو کې یو لړ عجیبو بدلونونو ته متوجه شول.

دغه مرکز چې تر دمګړۍ یې په افغانستان کې ۲۹ زره تاریخي سیمې په نښه او مستندې کړې، وايي، لرغونپوهان یې له سپوږمکۍ اخیستل شویو انځورونه و ارزول او داسې ماشینونه یې ولیدل چې د ځمکې د کیندنې لپاره ترې استفاده کېده.

د سرچینې په خبره، دغو ماشینونو له زماني اړخه وړاندې او وروسته په لرغونو تاریخي سیمو کې کیندنې کولې.

په بیلدوزر کیندل شوې سیمې د افغانستان په شمال په ځانګړي ډول بلخ کې موقعیت لري چې لرغونوالی یې له ۲ زرو کلونو اوړي.

د ا هغه سیمه دي چې د سترو امپراتوریو لکه له میلاد څخه ۶ سوه کاله وړاندې د هخامَنِشي امپراتورۍ مهم ځای پاتې شوی دی.

د شیګاکو پوهنتون د کلتوري میراتونو د خوندیتابه مرکز مشر پروفیسور ګېل اسټین وايي، د دغو سیمو تخریب او د تاریخي اثارو غلا د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال پیل شوې وه او د طالبانو په حکومت کې هم روانه ده:

" تر ټولو مهم څه چې موږ پیدا کړل دا و چې د لرغونو سیمو ړنګول او غلا د ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال پیل شوي و او د طالبانو په حکومت هم دوام لري او پاموړ شمېر داسې ځایونه مو پیدا کړل چې د جمهوریت پر مهال یې چور تالان پیل شوی و او اوس هم دا لړۍ روانه ده."

د پروفیسور اسټین همکارانو موندلې چې په دغه لرغونې سیمه کې له ۲۰۱۸م څخه تر ۲۰۲۱م کاله پورې ۱۶۲ تاریخي سیمې سپړل یا کیندل شوې چې دا په هره اونۍ کې یوه سیمه کېږي. د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ وروسته هم په دغه سیمه کې ۳۷ تاریخي سیمې کیندل شوې دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د بلخ د دغو تاریخي سیمو د لوټ او تالان تر شا د چا لاس دی. په پیل کې لرغونپوهان په دې باور و چې دا به د داعش ډلې کار وي، خو دا چې د جمهوریت له سقوط وړاندې او وروسته په ځانګړي ډول بلخ کې دغې ډلې چندان فزیکي حضور نه لاره، نو دا احتمال رد شوی دی.

پروفیسور اسټین باوري دی چې د بلخ د تاریخي سیمو چور او تالان د داسې کسانو کار دی چې د بیلدوزر د پېرلو، کرایه کولو او په تاریخي سیمو کې د کندو کیندلو زور او زر لري.

پروفیسور اسټین وايي، هغه سیمې چې تازه پکې کیندنې شوې دي، په وروستیو انځورونو کې د غلو له خوا پکې شوي سوري هم له ورایه ښکاري:

"موږ د دغه هېواد تقریبا ډېره برخه نقشه کړې ده. ټولې هغه سیمې مو نقشه کړي چې له لرې واټنه یې د نقشې اخیستل شوني و. په ټوله کې مو په افغانستان کې ۲۹ زره تاریخي سیمې پیدا او مستندې کړې دي. په ۲۰۱۹ کال کې زموږ څېړونکي د لرغونو سیمو د زیانمولو تازه پېښو ته متوجه شول.

دا بدلونونه عادي نه و چې د لرغونو اثارو غلو دې پکې کندې وېستلي وي، بلکې دا سیمې بیلدوزرونو تخریب کړې وې. په واقعیت کې خلک راتلل او دا سیمې یې په بیلدوزرونو هوارولې چې د لرغونو اثارو د غلا چاره یې اسانه شي."

د بلخ د دغو تاریخو سیمو د مستندولو لړۍ په لومړني پړاو کې ده او تر اوسه لا روښانه ده چې دغلته تر خاورو لاندې څه ډول تاریخي اثار شته، خو له کیندل شویو سیمو کابو ۱۰۰ کیلو متره اخوا د طلا تپې تاریخي سیمه پرته ده- په کوم ځای کې چې په ۱۹۷۸ کال کې د باختر ګنجینه موندل شوې وه.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د لرغونو سیمو د سیستماتیک تخریب او تاریخي اثارو د غلا په تړاو راپورونه ردوي او وايي، د تاریخي ودانیو او اثارو د خوندیتابه لپاره یې ۸۰۰ کسان په دندو ګومارلي دي.

خو پروفیسور اسټین وايي، نه پوهېږم طالبان ولې له دې مسلې انکار کوي، د شرم وړ خبره ده، ځکه په دې اړه له دوی سره شواهد او مدارک موجود دي.