تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ارګ کې د باختر خزانې ننداره
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د هېواد یوه ارزښتناکه او لرغونې شتمنۍ (باختر خزانه) د نړۍ له پنځو ارزښتناکو میراثونو ده. په چار چنار ماڼۍ کې دا خزانه نندارې ته وړاندې شوه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، دا نندارتون یې د افغان کابینې د پرېکړې پر اساس او د ولسي جرګې او هېوادوالو د اندېښنو د ختمولو لپاره جوړ کړی و.
دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني ويلي وو، د باختر د سرو زرو خزانه دې ژر تر ژره د خوندیتوب په موخه یو معتبر هېواد ته د امانت په ډول ولېږدول شي. زموږ همکار فرید نظري پرې دا رپوټ چمتو کړی.