ستانکزی: پاکستان افغان کډوال د سیاسي لوبو لپاره کاروي

شېر محمد عباس ستانکزی

د عکس سرچینه، Taliban

د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت له خوا افغان کډوالو د ایستلو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل په رانژدې کېدو دی، د طالبانو د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي یو ځل پر پاکستان نیوکه کړې چې سیاسي مشرتابه یې له کډوالو د فشار په توګه کار اخلي.

شیر محمد عباس ستانکزي ویلي هغه څه چې ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان له افغان کډوالو سره کوي باید ودرول شي او د پاکستان له سیاسي ګوندونو او ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې په دې اړه د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي.

نوموړي د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د سیاسي ګوندونو د دریځ ستاینه وکړه او د پاکستاني خلکو یې مننه وکړه چې افغان کډوالو کوربتوب یې کړی.

په ورته وخت کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې په جنیوا کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مشر فلیپو ګرانډي سره د افغان کډوالو د اوسني وضعیت او په افغانستان کې په خپله خوښه د کډوالو د ستنېدو لپاره د شرایطو د برابرولو پر اړتیا غږېدلی دی.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازو له طالب چارواکو سره کتنه کې ټينګار کړی و چې نژدې راتلونکې کې به د جنیوا په یوه غونډه کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وشي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

شاوخوا لس ورځې وړاندې د پاکستان لنډمهال حکومت اعلان وکړ چې ټول ناقانون افغان کډوال باید افغانستان ته ستانه شي.

له دې اعلان وړاندې د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونو له د کډوالو پرضد د نیولو او بېرته افغانستان ته ستنولو لپاره اقدام شوی و.

د ښځو او ماشومانو په ګډون یو لوی شمېر افغان کډوال ونیول شول چې یو شمېر یې لا هم توقیف کې دي.

له دې اعلان وروسته د کډوالو پرضد د عملیات لړۍ لا پراخه شوه.

د بشري حقونو فعالانو او ډلو او د کډوالو ادارو د پاکستان ل حکومت وغوښتل چې پرېږدي کډوال په خپله خوښه ستانه شي.