کابل کې د شهرنو پارک پراختیا؛ طالبان وايي ښځو ته 'ځانګړی سوداګریز مرکز' هم په کې جوړوي

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر نن (یکشنبه) کابل کې د شهرنو مرکزي پارک بیا رغیدو پروژه پرانېسته چې په کې څو برخې نوې ودانیږي.
د ملا عبدالغني برادر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي "د شهرنو پارک د بیا رغونې په پلان کې تر ځمکه لاندې سوداګریز مرکز، د پارک په څنډه کې سوداګریز کمپلکس، د ښځینه وو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز، د فوټسال لوبغالی، تفریحي ځایونه، رسټورانټونه، مسجد او د لامبو حوض شامل دي."
دغې بنسټ د شهرنو پارک په نوې ډيزاین کې د موټرو لپاره لوی پارکېنګ هم په نظر کې نیولی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل په زړه او ګرانبیه سیمه شهرنو کې پروت دا پارک نږدې لس هېکتاره مساحت لري.
د طالبانو حکومت وايي پدغې ودانیزه پروژه یو اعشاریه ۲ ملیارده افغانۍ لګښت راځي او ویل کیږي چې د کابل ښاروالۍ او خصوصي سکتور په ګډه همکارۍ جوړیږي.
د طالبانو حکومت د اقتصادي مرستیال دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې "دا پارک به د ۳ کلونو په موده کې په اساسي ډول ورغول شي."
د طالبانو حکومت دې وروستیو کې څو پراختیايي پروژې پیل کړي چې یو شمېر خلکو ته یې هم په یوه نه یوه بڼه کاري زمینې برابرې کړې دي.
د کابل په زړه کې شهرنو سیمه په وروستیو کالونو کې په پرلپسې ډول ودانه شوې او پکې شاوخوا دنګې ودانۍ، عصري هوټلونه او د ژوندانه ګڼ نور سهولتونه شته خو د شهرنو پارک ته نه د حکومتونو او نه هم د خصوصي سکتور لخوا لازمه پاملرنه شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې پارک کې د پارک په نوم مشهوره او د نږدې اووه لسیزو لرغونې سینما هم وه چې په ۲۰۲۰ کال کې د وخت د حکومت د لومړي مرستیال امرالله صالح د یوې پرېکړې له مخې ونړول شوه.
هغه مهال هم د دې پارک د بیا رغیدو او هلته د نویو امکاناتو د جوړیدو پلان و.

د عکس سرچینه، social media
طالبان داسې مهال د نورو ودانیزو چارو تر څنګ په شهرنو پارک کې د ښځو لپاره د ځانګړي سوداګریز مرکز د جوړیدو ژمنه کوي چې په دې هېواد کې له ښځو د زدکړو او ادارو کې د کار حق اخیستل شوی.
خو داسې ښکاري چې د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو پر فعالیتونو ډېر محدودیتونه نشته او ډېری وخت په سوداګریزو نندارتونونو کې د ښځو لپاره ځانګړې غرفې لیدل کیږي چې خپل توکي وپلوري یا یې نندارې ته وړاندې کړي.
وخت نا وخت طالب چارواکي هم له دوی څخه د سودا اخېستو پر مهال لیدل شوي.
طالبانو چې تر دې دمه یې د ښځو پر وړاندې ځینې جدي ګامونه اخیستي د دغه ځانګړي مرکز د شرایطو په اړه څه نه دي ویلي چې څوک به ورتلی شي.





















