افغان حکومت وايي د 'نوي کابل ودانیزې پروژې کار بېرته پیل شوی'

کابل
    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل
  • د خپرېدو وخت

د نوي کابل ودانیزې پروژې د کار له پیلېدو ۱۵ کاله وروسته، د افغانستان د ښار جوړوونې وزارت وايي، د دغې سترې پروژې کار يې بېرته پیل کړی. د دغه وزارت سرپرست محمود کرزي بي بي سي ته وویل، د دغې پروژې د عملي کولو لپاره یې نوې طرحه جوړه کړې چې پر وړاندې پراته خنډونه به يې له منځه یوسي.

دا ځل د شخصي ځمکو د استملاک پر ځای دولت هڅه کوي چې د کورونو جوړولو په دغه ستره ودانیزه پروژه کې ځمکه ‌وال شریک کړي. د نوي کابل پروژې ماسټر پلان په ۲۰۰۵ کال کې پر ۲۵ زره جريبه ځمکه د پلازمېنې په شمال ختیځه سیمه کې تصویب شو، خو د بېلابېلو دلایلو له مخې یې کار ځنډېدلی دی.

که د افغانستان د ښار جوړوونې او ځمکو د وزارت دا طرحه علمي شي چې غواړي د نوي کابل ښار جوړولو او ځمکې د استملاک پروګرام له لارې له ځمکه‌ والو او ځايي متنفذینو سره ستونزې حل کړي، نو په دغه هېواد کې به د کور او ښار جوړولو د یوې سترې اقتصادي پروژې عملي کېدل شوني شي.

د دغه وزارت سرپرست محمود کرزی، چې په کندهار کې يې د عینو مېنې په نامه یو عصري ښارګوټی هم جوړ کړی، وایي د دغه ښار جوړولو لپاره د خلکو د ځمکو استملاک بې پایلې پروسه وه او په وینا یې اوس د استملاک پر ځای خلکو ته په ښار کې برخه ور کوي.

ښاغلی کرزي وايي، د دغې پروژې عملي کار به ډېر ژر پیل شي. د نوي کابل ښار ودانیزه پروژه د افغانستان د ملي ستراتیژۍ په چوکاټ کې لویه اقتصادي او ټولنیزه پروژه ده چې تر تصویب یوه نیمه لسیزه وروسته لا هم بې برخلیکه وه او که د دغې طرحې پر وړاندې ننګونې نه وای اوس به يې د پلازمېنې یو لړ سترې ستونزې حل کړې وای.

د ښار جوړونې وزارت سرپرست وايي، پر دولتي ځمکو به د دغه ښار د جوړولو کار د شخصي ځمکو پر سر له تفاهم او هوکړې مخکې پیل شي.

کابل
د عکس تشریح، ویل کېږي، کابل اوسني ښار کې تر پنځو میلیونو زیات کسان ژوند کوي

ښاغلي کرزی وايي، ولسمشر چې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ته نومانداوه، نو یو شرط هم دا و چې د نوي کابل پروژه به عملي کوي.

د دغه وزارت مخکنیو چارواکو ویلي و، چې د نوي کابل پروژه به درې میلیونه کسانو ته هلته د اوسېدو زمېنه برابره کړې. او په وینا یې د بنسټیزو کارونو لکه برېښنا او اوبو لپاره يې ۲۷ میلیون ډالر بېل شوي دي. محمود کرزي وايي، هغه مهال پرېکړه شوې وه، چې د دغه ښارګوټې لپاره به د پنجشیر اوبه را انتقالېږي، خو په وینا یې اوس خپله په ښار کې د ژورو څاه ګانو د کېندلو امکان برابر شوی چې په وینا یې لګښت هم ورسره نیمايي کمېږي.

نوی کابل ښار په ده سبز ولسوالۍ کې جوړېږي او د دغې پروژې په عملي کېدو سره به، چې له ۳۰ څخه ۴۰ کاله وخت نیسي، تر نیم میلیون ډېر کورونه جوړ شي چې د اټکلونو له مخې پر یوه کور به سل زره ډالر لګښت راشي.