لندن کې د افغان ښځو له خوا جوړ شوی نندارتون

نندارتون
د خپرېدو وخت

د جمعې پر ورځ د اکتوبر په ۲۷تمه لندن د افغانو ښځو له خوا جوړ شوي نندارتون کوربه و.

یاد نندارتون کې افغاني جامې، ګاڼې او نور هغه توکي نندارې ته ایښودل شوي و چې د افغانو ښځو په لاس جوړ شوي و.

دغه نندارتون کې د افغانو سوداګرو ښځو سربېره ګڼو نورو ښځو هم ګډون کړی و.

نندارتون
ننارتون
نندارتون

د نندارتون جوړوونکې ښځې وايي، له داسې نندارتونونو د جوړولو موخه یې افغاني کلتور سره د خلکو بلدول، افغاني تولیداتو ته بازار موندنه او افغانو ښځو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

نندارتون

افغانو سوداګرو ښځو بي بي سي ته ویلي، غواړي له دې لارې افغانستان کې او له هېواده بهر افغانې ښځې د افغاني تولیداتو کار و بار او سوداګرۍ ته وهڅوي.

نندارتون
نندارتون

وروسیتو کې بهر کې د افغاني توکو کار و بار ډېر شوی او ګڼ افغانان یې بهر کې په ځانګړې مناسبتونو کې اغوندي.

نندارتون

دغه نندارتون کې د نورو افغاني توکو تر څنګ چمبه (دایره) هم نندارې ته ایښودل شوې وه.

نندارتون