له څه باندې یوه کال ځنډ وروسته د دوبۍ ایکسپو ۲۰۲۰ نندارتون پرانیستل شو

د عکس سرچینه، Reuters
د کورونا وېروس له کبله په دوبۍ کې د 'ایکسپو - ۲۰۲۰ ' په نامه ځنډول شوی نندارتون اوس پرانیستل شوی دی.
د نندارتون منتظمین هیله من دي، چې د وبا خپرېدو له پیل وروسته به دا لومړنۍ تر ټولو لوی نندارتون وي، چې پیلېږي.
د دې نندارتون په ۴۳۸ هکتاره ساحه کې به د ۱۹۰ هېوادونو استازي د خپل کلتور او نوښتونو اړوند توکي نندارې ته وړاندې کړي.
د دوبۍ حکومت د دې نندارتون پر چمتو کولو اووه میلیارده ډالره لګښت کړی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
ځايي چارواکي هیله من دي چې راتلونکو شپږ میاشتو موده کې به دې ننداراتون ته د نړۍ له لر او بره ۲۵ میلیونه کسان ورشي او په دغه هېواد کې به سیلګرۍ او پانګونه وده ورسره وکړي.
منتظمین وايي، د نندارتون ټکټونو پلور ته په کتو سره 'خوښ ' دي، خو د چارو ماهرین بیا وايي، د سفر په هکله نړیوالو بندیزونو ته په کتو سره فکر نه کېږي چې ټاکل شوی هدف به ترلاسه شي.
هغه ټول کسان چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري یې تایید شوي کورونا ضد واکسین کړي وي، کولای شي دې نندارتون کې برخه واخلي.
نندارتون ته ورتلونکو ټولو هغو کسانو چې عمرونه یې له ۱۸ کاله پورته دي، د واکسین ثبوت غوښتل کېږي او نندارتون ته له ننوتو مخکې هم د معایناتو اسانتیا چمتو شوې ده.
بل لور ته د بشري حقونو برخه کې د متحده عربي اماراتو ریکارډ ته په پام سره پر دې نندارتون نیوکې هم شوې.
د روانې میاشتې لومړیو کې اروپايي پارلمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې دې نندارتون کې برخه وانخلي.

د عکس سرچینه، Reuters
په دې لړ کې یوه پرېکړه قرارداد کې ویل شوي و، چې متحدو عربي اماراتو کې د هغو مدني فعالانو، خبریالانو، مدافع وکیلانو او ښوونکو سیستماتیک قانوني تعقیب کېږي چې پر سیاسي او بشري حقونو غږ پورته کوي.
دې کې دغه راز ویل شوي و چې ''له بهرنیو کارکوونکو سره غیر انساني چلن کېږي '' چې د هېواد ټولټال نفوس اتیا سلنه تشکیلوي.
د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت د دې قرارداد په ردولو سره وویل، دې کې ''ناسم معلومات '' وړاندې شوي او په خبره یې د قانون له مخې ټولو هېوادوالو او دلته اوسېدونکو بهرنیانو سره شفاف چلن کېږي.



















