د کرېکټ نړیوال جام: شري لنکایی لوبغاړی د جنسي ځورونې په تور نیول شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د شري لنکا د کرېکټ ملي لوبډلې توپ وهونکی لوبغاړی دنوشکا ګوناتیلاکا په اسټرالیا کې په یوې مېرمنې د تېري او ځورونې له کبله تورن او پولیسو نیولی دی.
یو دېرش کلن ګوناتیلاکا د یکشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت غرمه یوه بجه له هوټله نیول شوی او په سیډني کې به محکمې ته وړاندې شي.
په دغه لوبغاړي تور دی چې د نومبر په دویمه یې په یوه ۲۹ کلنه مېرمن جنسي برید کړی دی.
دی په نړیوال جام کې د شري لنکا د وروستۍ سیالۍ څو ساعته وروسته په هوټل کې نیول شوی.
د شري لنکا لوبډله د کرېکټ نړیوال جام سیالیو لپاره په استرالیا کې ده خو بل پړاو ته یې لار نه ده موندلي.
دغه هېواد وروستۍ لوبه پرون د انګلنډ پر وړاندې وکړه او په څلورو وېکټو یې وبایلله .
خپله دا تورن لوبغاړی د ټپ له کبله د اکتوبر په شلمه نېټه له لوبډلې کېنول شوی و خو لا هم له لوبډلې سره په استرالیا کې پاتې و.
ویل شوې ګوناتېلکا له دغې مېرمنې سره په انلاین بڼه موندلي وو او له څو ورځو اړیکو وروسته یې ورسره لیدلي دي.
استرالیایې پولیسو په ضمانت د یاد لوبغاړي خوشي کیدل نه دي منلي او په پام کې ده چې ګوناتېلکا به په محکمه کې سپیناوی کوي.
د شري لنکا کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي چې له دې پېښې په جریان کې شوي او د کرېکټ نړیوالې شورا ورته په دې پېښه کې د یاد لوبغاړي د ښکیلتیا معلومات ورکړي دي، بورډ ویلي د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې دا پېښه د اسټرالیا په سيډني ښار کې رامنځته شوې او سبا یعنې د نومبر په اومه یې محکمه ده.
د شري لنکا کرېکټ بورډ ویلي چې دوی دا موضوع له نژدې څاري او په وینا یې که په لوبغاړي یې جرم ثابت شي د لوبغاړي پر وړاندې به سخت اقدام وکړي.


















