ایا د هر هېواد سفارت او کونسلګري د هغه هېواد د خاورې برخه ده؟

LOUAI BESHARA/AFP - GETTY IMAGES

د عکس سرچینه، LOUAI BESHARA/AFP - GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د روانې اپریل میاشتې پر ۱۳مه په دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ ودانۍ په یوه هوايي برید کې په نښه شوه او د سپاه پاسداران د قدس ځواک اوه تنه غړي او څو تنه سوريايي وګړي ووژل شول.
    • Author, آرش مومنیان
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د اپرېل پر دیارلسمه نېټه د سوریې پلازمېنه دمشق ته څېرمه چاودنه وشوه. په چټکۍ روښانه شوه چې د ایران د کونسلګرۍ ودانۍ په نښه شوې وه او د سپاه پاسداران د قدس ځواک اوه غړي او څو سوريايي وګړي وژل شوي وو. له دې برید وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله علي خامنه يي په خپلو څو ویناوو کې پر کونسلګرۍ برید د ایران پر خاوره برید وباله.

د ویانا کنوانسیون شاوخوا ۶۰ کاله د مخه د سیاسي او کونسلګرۍ اجنټانو په اړه د هاوانا کنوانسیون ځای په ځای کړ چې ډېره محدوده ساحه یې درلوده. نن ورځ، یوازې یو څو هېوادونه د دې کنوانسیون غړي نه دي او د هغې احکام ته ټول غړي ژمن دي.

د ویانا په تړون کې د ډیپلوماتیکو ځایونو دریځ

KHAMENEI.IR

د عکس سرچینه، KHAMENEI.IR

د عکس تشریح، د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله علي خامنه يي په څو ویناوو کې پر کونسلګرۍ برید د ایران پر خاوره برید وباله.

د ویانا کنوانسیون په خپلو لومړنیو مادو کې تشریح کوي چې ټولې ودانۍ او ځمکې او ملکیتونه چې د سفارت، کونسلګرۍ او یا د ماموریت د مشر پر استوګنې پورې تړلې دي، ډیپلوماټیک ځایونه دي. بیا، له ۲۱ تر ۲۸ مادو کې د دې ځایونو مصونیت لټون، مصادره او پرې برید بیانوي. له همدې امله، د مثال په توګه:

د استازولۍ څښتن هېواد ټول قوانین د هغه هېواد په دیپلوماتیکو ځایونو کې نافذ دي؛

د کوربه هېواد هېڅ استازی یا دولتي چارواکی نشي کولی د ډیپلوماټیک ماموریت له رسمي اجازې پرته د هغه هېواد سفارت یا کونسلګرۍ ته ننوځي؛

کوربه هېواد مکلف دی چې له هغه هېواد سره د نښتې او مستقیمې جګړې په صورت کې حتی د دیپلوماتیکو ځایونو، د هغوی د مصونیت او کرامت ساتنه وکړي.

د خاورې او سفارت ترمنځ توپیر

جولیان اسانج

د عکس سرچینه، LEON NEAL/AFP - GETTY IMAGES

د عکس تشریح، کله چې د "ویکي‌لیکس" سایټ بنسټګر جولیان اسانج په لندن کې د ایکوادور په سفارت کې پنا واخیسته، هغه یوازې د هغه هېواد د حکومت د سیاسي ملاتړ تر چتر لاندې و.

دا ډول ترتیبات ممکن دا شک رامنځته کړي چې ډیپلوماټیک ځایونه د استازولۍ لرونکي هېواد له خاورې سره برابر دي. په هرصورت، ډېری قانوني توپیرونه شته چې له ډیپلوماتیکو ځایونو توپیر کوي.

د بېلګې په توګه، کوربه هېواد اجازه لري هغه جرمونه تعقیب کړي چې په ډیپلوماتیکو ماموریتونو کې د خپلو قوانینو پر بنسټ ترسره کېږي.

البته دا د هغو ځایونو او کارمنانو د معافیت د درناوي په شرط دی چې د ډیپلوماټیک امتیازاتو تابع دي. په ۲۰۱۸ کال کې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژنې په اړه څېړنې په بشپړه توګه د ترکیې د قضايي چارواکو تر واک لاندې وې، که څه هم د دغه هېواد پولیسو څو ورځې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته د ننوتو د اجازې او د جرم د ځای پلټنو ته انتظار وکړ. بله بېلګه په ۱۹۸۰ کال کې په لندن کې د ایران پر سفارت د بریدګرو د یوازېني ژوندي پاتې شوي تن قضیه وه چې بالاخره د بریتانیا د قوانینو له مخې محاکمه او سزا ورکړل شوه. دا ډول جرمونه که د ایران او یا سعودي عربستان په خاوره کې شوي وي، یوازې د دغو دوو هېوادونو د قضایي سیسټم تر واک لاندې وي.

د خاورې او دیپلوماتیکو ځایونو ترمنځ بل توپیر د ځمکنیو امتیازاتو دی. د بېلګې په توګه، د یو هېواد په خاوره کې یا د ځمکې لاندې اوبو کې د منرالونو د استخراج حق پر هماغه هېواد پورې اړه لري. په همدې ډول، د خاورې یا ځمکنیو اوبو څخه پورته اسمان او فضا هم د هغه هېواد خاوره ګڼل کېږي.

همدارنګه په دیپلوماتیکو ځایونو کې پنا ورکول د خپل اوږد او دودیز تاریخ سره سره په نړیوالو قوانینو کې هېڅ قانوني اساس نه لري. د ویانا په کنوانسیون کې د دې ډول پنا غوښتنې ته مستقیمه اشاره نه شته. سربېره پردې، د عدالت نړیوالې محکمې په ۱۹۵۰ کې د پيرو او کولمبیا ترمنځ په یوه شخړه کې په رسمي توګه ډیپلوماټیک پنا غوښتنه د قانوني مفهوم په توګه رد کړه.

ایران

د عکس سرچینه، ATTA KENARE/AFP - GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د ۲۰۱۱ کال د نومبر پر ۲۹ نېټه د تهران په فردوسي کوڅه کې د بریتانیا پر سفارت او د تهران په باغ قلهک کې د بریتانیا پر دیپلوماتیکې استوګنې او کلتوري مرکز د برتانیې د سیاستونو پر ضد د اعتراض کوونکو له خوا برید وشو.

دا د دې حقیقت سره سره چې د پنا غوښتنې په هغو هېوادونو کې د نړیوالو قوانونو پربنسټ منل کېږي چې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون یا د کډوالو وضعیت په اړه د ۱۹۶۷ پروتوکول غړي دي.

د بېلګې په توګه، کله چې د "ویکي‌لیکس" بنسټګر جولین اسانج په لندن کې د ایکوادور په سفارت کې پنا واخیسته، هغه یوازې د هغه هېواد د حکومت د سیاسي ملاتړ تر چتر لاندې و. د دیپلوماتیکو ګوندونو مصونیت هغه ته اجازه ورکړه چې د اوو کلونو لپاره د بریتانوي مامورانو له لاسرسي خوندي وي. خو په ایکوادور کې د لینن مورنو د حکومت له پیلېدا وروسته، یوازې یوه سیاسي پرېکړه کافي وه چې د سفارت دروازې د استازو لپاره پرانیزي او هغه ونیسي.

په داسې حال کې چې که په ډیپلوماټیکو ځایونو کې پنا اخیستل د ایکوادور په خاوره کې له پنا غوښتنې سره مساوي وي، د مورنو حکومت به اړ و چې بریتانیا ته د ښاغلي اسانج د سپارلو لپاره یوې قضایي او احتمالي پرېکړې کولو ته وخت ته اړتیا ولري.

له دې بېلګو او نورو حقوقي توپیرونو سره سره بیا هم دا امکان شته چې ځینې مشران د سیاسي او دودیزو ملحوظاتو په نظر کې نیولو سره پر دیپلوماتیکو ځایونو برید یا د هېواد پر خاوره له برید سره برابر ګڼي.

که په دې وروستیو ورځو کې د ایران د مشر د خبرو پر اساس دا ډول برداشت وي، نو باید پوښتنه وشي چې ولې په تېرو ۴۵ کلونو کې په ډېرو مواردو کې افراطي ډلو په ایران کې پر ډیپلوماتیکو ځایونو بریدونه کړي، خو حکومت له داسې انګېرنو سره سره د هغوی ملاتړ ته دوام ورکړی دی .