کولمبیا کې زوروره زلزله؛ د مړو شمېر ۱۳۲ تنو ته ورسېد

د عکس سرچینه، Reuters
کولمبیا کې د یوې خورا زورورې زلرلې له امله د مړو شمېر ۱۳۲ ته رسېدلی دی. د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه څلور درجې دا زلزله له تېرو څو کلونو راهیسې په دې هېواد کې بې سارې بلل شوې او بېړنیز حالت اعلان شوی دی.
چارواکي وايي چې د مړو شمېر نور هم زیاتېدلی شي، ځکه چې ګڼ کسان لا تر اوسه د نړېدلو ودانیو د کنډوالو لاندې ایسار پاتې دي.
د کولمبیا د جیولوژۍ ادارې په وینا، د ریښتر په کچه ۷.۴ درجې زلزله د ځايي وخت سره سم د سهار په ۷:۳۴ بجو رامنځته شوه. د زلزلې مرکز د ځمکې له سطحې ۱۰۳ کیلومتره ژور و، او ټکانونه یې د هېواد په لوېدیځه برخه کې سلګونه میله لېرې هم احساس شول.
د زلزلې له کبله تر ټولو ډېره مرګژوبله د کولمبیا د قهوې تولید سیمې په 'پریرا' ښار کې ثبت شوې دي، خو شاوخوا ښارونه او د 'وېلې ډیل کاؤکا' سیمه هم له پراخو زیانونو سره مخ شوې ده.

د عکس سرچینه، Reuters
د بي بي سي موندو د راپور له مخې، د کولمبیا ولسمشر اغېزمنې سیمې ته تللی او له خپلې مرستیالې، وزیرانو او د بحران د مدیریت له لوړپوړو چارواکو سره د ملي بېړني عملیاتو له مرکز سره یوځای شوی دی.
دي لا اسپرییا تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې ویلي وو چې د اغېزمنو سیمو د ساتنې او ملاتړ لپاره به "هر هغه څه" وکړي چې لازم وي. هغه پر اېکس لیکلي وو: "تاسو یوازې نه یاست."
د سیمې د زلزلې د څار ادارو په وینا، د ۷.۴ درجې زلزلې له رامنځته کېدو وروسته بېړنیو ډلو د قربانیانو د مرستې او د نړېدلو ودانیو له خاورو لاندې د ژغورل شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې پیل کړې. د زلزلې مرکز د کولمبیا لوېدیځ لوري ته شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره ژوروالی کې و.
د دوشنبې سهار شوې زلزله د اکوادور، پاناما او وینزویلا اوسېدونکو هم احساس کړې ده. وینزویلا د تېر جون په وروستیو کې هم د یوې ویجاړوونکې زلزلې شاهده وه.
"وضعیت کړکېچن دی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د کولمبیا چارواکو پلازمېنه بوګوتا کې د ځینو ودانیو د تخلیې امر وکړ. په همدې حال کې خپرو شویو انځورونو د هېواد په لوېدیځ کې د ځینو ودانیو نړېدل ښودلي دي. چارواکو ویلي چې د څونامي د رامنځته کېدو وېره نشته.
د کولمبیا د لوېدیځ ښار پریرا ښاروال موریسیو سالازار وضعیت "کړکېچن" بللی دی. د چوکو ولایت والي هم پر اېکس ویلي چې د دغه ولایت په مرکز کیبدو کې پراخ زیانونه اوښتي دي. په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم د نړېدلو ودانیو انځورونه لیدل کېږي.
چوکو د زلزلې مرکز ته نږدې موقعیت لري، له همدې امله له زلزلې سمدستي وروسته په دې سیمه کې د وژل شویو کسانو د شمېر معلومول له پام وړ ستونزو سره مخ دي.
د کولمبیا د درېیم لوی ښار کالي ښاروال الېخاندرو اېدر ویلي چې لږ تر لږه ۲۰ ودانۍ نړېدلې او یو شمېر کسان تر خاورو لاندې بند پاتې دي. نوموړي ویلي، د "پراخو زیانونو" ارزونه د بېپیلوټه الوتکو په مرسته روانه ده.
د کولمبیا ځايي رسنیو هم د مانیسالېس په ګډون په ځینو ښارونو کې د نړېدلو ودانیو انځورونه خپاره کړي دي.
"زما کتابتون کې تر ۴۰۰ ډېر کتابونه راولوېدل"

د عکس سرچینه، Getty Images
خبریال او د هوا پېژندنې کارپوه لویس فېلیپې مولینا د کولمبیا د قهوې د کرلو په سیمه کې د مانیسالېس په ښار کې و، چې د زلزلې له مرکزه شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره لرې دی.
هغه بي بي سي موندو، د بي بي سي هسپانوي څانګې، ته وویل: "زما په اپارتمان کې هر څه لړزېدل. له کړکۍ مې ولیدل چې شاوخوا ودانۍ ښي او چپ لوري ته ښورېدې."
مولینا وویل، د زلزلې زور د هغه د کور دننه د شیانو د لوېدو لامل شو. هغه وویل: "ما ۴۵۰ کتابونه لرل، خو اوس یوازې یو څو یې د کتابتون پر الماریو پاتې دي. د ښیښو د ماتېدو غږ او د خلکو چیغې اورېدل کېدې."
مولینا زیاته کړه: "ما تر اوسه داسې څه نه وو لیدلي. د زلزلې څپې پرلهپسې نه وې، بلکې د پیاوړو څپو په بڼه راتلې چې په ډېر زور یې ضربې وهلې."
د بوګوتا ښاروال کارلوس ګالان بلو راډیو ته وویل چې په پلازمېنه کې زیانونه تر اوسه محدود ښکاري او تر ډېره د کورونو او ودانیو په مخونو کې درزونه رامنځته شوي دي.
په بوګوتا کې، د فرانسې خبري اژانس د خبریالانو د مشاهدې له مخې، د زلزلې پر مهال خلک د خطر زنګونو په غږېدو سره په خوبجامو کې کوڅو ته راوتلي وو.
د جون په ۲۴مه په وینزویلا کې دوو پرلهپسې زلزلو، چې د ۷.۲ او ۷.۵ درجې ځواک یې درلود، له ۶۰۰۰ ډېر کسان ووژل او د خلکو شتمنیو ته یې پراخ زیانونه واړول.




















