د پاکستان ملي سرود ته نه درېدل؛ اسلام اباد کې د طالبانو سفیر بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په خیبر پښتونخوا کې پرون (سې شنبه) د یوې غونډې پرمهال چې د دغه ایالت اعلی وزیر امین ګنډاپور هم حاضر و، د پاکستان د ملي سرود له غږېدو سره ټول ګډونوال د درناوي په پار ودرېدل، خو دوه کسان په خپلو څوکیو پاتې شول او ونه درېدل.

په دوی کې یو یې پېښور کې د طالبانو حکومت جنرال کونسل محب الله شاکر و.

د دغې پېښې د ويډيو له خپرېدو سره سم په ټولنيزو رسنيو کې د پاکستان د ملي سرود د سپکاوي تورونه لګول شوي، هغه څه چې اسلام اباد کې یې د طالبانو دیپلوماتان نه مني. نن چارشنبه د اعتراض په ډول په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر احمد شکیب د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتل شوی و. نوموړي بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل:

" زه بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی وم، یو اعتراض لیک یې د یادې موضوع په اړه راته وسپاره، دوی ویل غواړو د دې کار وضاحت وشي چې ترشا یې علت څه و. ما هغوی ته وویل چې ستاسو پیغام زه خپل مرکز کابل ته لیږم. البته دومره تاسو ته ویلی شم چې دا قصدي عمل نه و، او نه هدف دا و چې د کوربه هېواد توهین وشي."

پېښور کې د کونسلګرۍ له خوا په یوه خپاره شوي بيان کې هم ويل شوي، چې موخه یې چا ته "سپکاوی نه دی."

په بیان کې ویل شوي، "د پاکستان د ملي سرود سپکاوی او بې عزتي موخه نه وه، خو دا چې د ملي سرود د خپرېدو پر مهال موسیقي وه، نو جنرال قونسل نه و درېدلی." په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر موسیقۍ بندیز لګولی دی.

تر دې مخکې د پاکستان د رسمي تلویزوني چینل "پي ټي وي" د خبر له مخې، د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ د طالبانو د حکومت دیپلومات دغه عمل "له ديپلوماتيکو اخلاقو سرغړونه او د پاکستان ملي سرود ته نه درناوی" بللی و.

د دغې موضوع په تړاو په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د طالبانو د کونسل تر څنګ پر اعلی وزیر علي امین ګنډاپور هم نیوکې کړي دي.