د قطر امیر او جو بایډن غزه کې د وضعیت ارامولو په موخه غږېدلي

بایډن او شیخ تمیم

د عکس سرچینه، Photo by NICHOLAS KAMM/AFP via Getty Images

    • Author, هنري استئر
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره پر ټیلیفون په غزه کې د منځګړیتوب د ګډو هڅو په لړ کې دایمي اوربند ته د رسېدو په موخه د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

د قطر رسمي خبري اژانس ویلي، دا خبرې د سې شنبې په د اسرائیلو له لوري د کلابندې شوې غزې په تړاو ورځ شوې دي.

قطر او مصر د تېرې نومبر په وروستیو کې د وضعیت د ارامولو په موخه د حماس او اسرائیلو ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبولی چې په لړ کې یې حماس له اسرائیلي زندانونو نه د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۲۴۰ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو په بدل کې ۱۱۰ بهرنۍ ښځې او ماشومان خوشي کړل.

'د اسرائیل او حماس جګړه به تر میاشتو پورې روانه وي'

د اسرائیل پوځ مشر وايي، له حماس سره به په غزه کې د اسرائیل جګړه ''تر نورو ډېرو میاشتو پورې'' روانه وي.

هیرزي هالیوي خبریالانو ته وویل: ''هېڅ جادويي حل نه شته.'' له دې مخکې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو وویل، پوځي عملیات پای ته نژدې نه دي.''

د دوشنبې پر ورځ د اسرائیلي لومړي وزیر د خپل هېواد پارلمان ته وویل: ''موږ به و نه شو کولای له پوځي فشاره پرته ټول کسان راخوشي کړو... موږ جګړه نه دروو.''

اسرائیل ټینګار کوي، چې د حماس له منځه تلو تر مهاله به جګړه روانه وي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسرائیل ټینګار کوي، چې د حماس له منځه تلو تر مهاله به جګړه روانه وي.

اسرائیل وايي، د سې شنبې پر ورځ یې له سلو ډېر ځایونه په نښه کړي دي. په رپوټونو کې ویل شوي دي، دوی ځمکني عملیات د غزې مرکزي برخو ته پراخ کړي دي.

د اسرائیلي ځواکونو لوی درستیز هیرزي هالوي یوې خبري غونډې ته وویل، جګړه به د دې لپاره'' تر میاشتو پورې روانه وي، چې تر اوږدې مودې پورې زموږ لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.''

نوموړي زیاته کړه:'' داسې هېڅ لنډه لار نه شته چې په جګړه کې له هوډمن او ضدي کېدو پرته یو ترهګر سازمان په ښه توګه له منځه یوړل شي.''

اسرائیلي ځواکونه وايي، د سې شنبې پر ورځ یې د شمالي غزې په جبلیه، خان یونس او په سویلي رفحه سیمو کې تر سلو ډېر ځایونه په نښه کړي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې غزه کې د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې ۲۰۹۱۵ فلسطینیان وژل شوي دي. د تېر اکتوبر میاشتې پر اوومه نېټه حماس پر اسرائیل برید وکړ او له هغه راهیسې دا جګړه روانه ده.

ملګري ملتونه وايي، د غزې ۸۵ سلنه اوسېدونکي کډوال شوي دي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي، د غزې ۸۵ سلنه اوسېدونکي کډوال شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، د اسرائیلي بمباریو له کبله تر یو اعشاریه نهه میلیونو پورې فلسطینیان له کور، کلي وتلو ته اړ شوي دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو کډوالۍ چارو اداره (یو این ډبیلو ار اې) بي بي سي ته وویل: ''موږ د ځینو سیمو په هکله د لوږې او کم خوراکۍ په تړاو خورا اندېښمنوکي رپوټونه وینو او په داسې حال کې چې جګړه روانه ده، د خلکو بې ځایه کېدل هم دوام لري. د ملګرو ملتونو په پناه ځایونو کې خورا ګڼه، ګوڼه ده.''

د اکتوبر پر اوومه د حماس بریدونو کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو، چې ډېری یې ملکي کسان وو. هغه مهال ۲۴۰ اسرائیلیان هم غزې ته تښتول شوي وو، چې د اسرائیل په وینا تر اوسه پورې ۱۳۲ کسان بندیان پاتې دي.