له افغانستانه د وتنې 'ناسم مدیریت' په تړاو په کانګریس کې د امریکا د دفاع وزیر بې واکه کولو طرح وړاندې شوې

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دوه کاله وړاندې په دغه ورځ (د اګست پر ۲۶مه) په دغه بهیر کې د کابل هوايي ډګر په څنډو کې غبرګو چاودنو د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون شاوخوا ۱۷۰کسان ووژل او نژدې ۱۵۰ نور يې ټپيان کړل.
د خپرېدو وخت

له افغانستانه د امریکا د وتلو پر مهال د شوې ګډوډۍ په خاطر د امریکا کانګریس ته د دغه هېواد د دفاع د وزیر د احضار او په درنو جرمونو د هغه د تورنېدو طرحه وړاندې شوې.

دغه طرحه د کانګرس يوه غړي پرون وړاندې کړې چې پکې د امریکا د دفاع وزیر مهمو استخباراتي معلوماتو ته په نه پام او له افغانستانه د وتلو بهیر کې په جرمونو تورن شوی.

دوه کاله وړاندې په دغه ورځ (د اګست پر ۲۶مه) په دغه بهیر کې د کابل هوايي ډګر په څنډو کې غبرګو چاودنو د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون شاوخوا ۱۷۰کسان ووژل او نژدې ۱۵۰ نور يې ټپيان کړل.

له افغانستانه د امریکا د وتلو د بهیر کابو دوه کاله پوره کېږي او لا هم د امریکا په کانګریس کې د دغه بهیر په اوږدو کې د شوو ګډوډیو له امله له چارواکو د پوښتنو ګروېږنو لړۍ نه ده ختمه شوې.

پرون په کانګریس کې د فلوریډا ایالت یوه استازي کاري مېلز د دغه بهیر په اوږدو کې د "درنو جرمونو" او په دنده کې د غفلت په تور د امریکا د دفاع د وزیر د احضار طرحه وړاندې کړې. په دې طرحه کې لویيډ آسټین په خپله دنده کې په نیمګړتیا او په افغانستان کې د امریکایي وګړو پر قصدي پرېښودو تورن شوی.

دغه طرحه چې ځینو رسنیو لیدلې کاږي چې د دفاع وزیر اته میاشتې وخت درلود چې له افغانستانه د وتلو بهیر په منظم او خوندي ډول مدیریت کړي، خو دا بهیر داسې شو چې په جولای او اګست کې د ناورین زیږوونکو پېښو لامل شو او لږ تر لږه ۹۰۰۰ امریکايي وګړي هم له ایستل کېدو پاتې شول.

په دغه طرحه کې یادونه شوې چې د اګست شپږویشتمه د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو کلیزه هم ده او د دوه کلونو په تېرېدو لا هم د ورته پېښو په خاطر کوم امریکايي چارواکی حساب او کتاب ته نه دی حاضر شوی.

کانګریس ته  په دنده کې د غفلت په تور د امریکا د دفاع د وزیر لوئید اسټن د احضار طرحه وړاندې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کانګریس ته په دنده کې د غفلت په تور د امریکا د دفاع د وزیر لوئید اسټن د احضار طرحه وړاندې شوې

دوه کاله وړاندې په همدغه ورځ د ۲۰۲۱ کال د اګست پر یوویشتمه د کابل هوايي ډګر په څنډو کې د غبرګو چاودنو له کبله د ۱۳ امریکايي پوځاینو په ګډون تر ۱۷۰ پورې کسان ووژل شول او نژدې ۱۵۰ نور ټپیان شول.

داعش خراسان ډلې د هغو چاودنو مسوولیت منلی و.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له کابله د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د امریکا تر ټولو د دغې اوږدې جګړې د پای ته رسېدو د بیا کتنې یو رپوټ، چې د سپینې ماڼۍ ملي امنیت شورا د ولسمشر بایډن په مرسته چمتو کړی و شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې خپور شو او پکې د دغې ګډوډۍ پړه تر ډېره پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ اچول شوې وه.

په دغه رپوټ کې راغلي وو چې ولسمشر بایډن د پخواني ولسمشر ټرمپ د پرېکړو له کبله ''سخت مجبور '' و، چې په دغو مجبوریتونو کې په ۲۰۲۰ کال کې له طالبانو سره د قطر په دوحه کې د شوي تړون عملي کول هم شامل وو.

که څه هم د د رپوټ نیمايي کې دا یادونه هم شوې وه، چې حکومت کولای شوای، د خلکو ایستل یې مخکې پیل کړي.