جو بایډن اوکرایین ته د اېف ۱۶ جیټ الوتکو د ورکولو پلوی نه دی

د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې کېیف وايي، له روسیې ددغه هېواد د هوايي حریم د کنټرول ترلاسه کولو کې د مرستې لپاره نورې همکارۍ ته اړتیا لري، د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې اوکرایین ته د F-16 جنګي جیټ الوتکو د ورکولو پلوی نه دی.‌

په دې تړاو د اوکراییني حکومت غوښتنې وروسته تر هغه ډېرې شوې چې واشنګټن دغه هېواد ته د روسي یرغل پر وړاندې د دفاع لپاره د ټانکونو پر ورکولو هوکړه وکړه.‌

د دوشنبې په ورځ یوه خبریال وپوښتل چې ایا د امریکا متحده ایالتونه به الوتکې چمتو کړي، ښاغلي بایډن په ساده ډول ځواب ورکړ  "نه".

د هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه راغلې چې د جرمني مشر هم د جنګي الوتکو د لېږلو خبره رد کړه.‌

اوکرایین ویلي، له روسیې سره په روانه جګړه کې د خپل هوايي حریم د کنټرول لپاره جیټ الوتکو ته اړتیا لري.

اېف ۱۶ فالکونز الوتکې په پراخ کچ د نړۍ تر ټولو معتبرې جنګي الوتکې ګڼل کېږي او د بلجیم او پاکستان په شان نور هېوادونه یې کاروي.

د ابه د شوروي د دورې جنګي الوتکو کې د پام وړ پرمختګ وي چې اوکرایین یې اوسمهال وکاروي.

دا الوتکې څه باندې ۳۰ کاله وړاندې له پخواني شوروي اتحاد د خپلواکۍ تر اخیستلو مخکې جوړې شوې دي.

په هر حال، ښاغلي بایډن په وار وار د جیټ الوتکو لپاره د اوکرایین غوښتنې رد کړې دي او پر ځای یې په نورو برخو کې پر پوځي ملاتړ چمتو کولو خپل تمرکز ډېر کړی.

امریکا تېره اونۍ اعلان وکړ چې کېیف ته به ۳۱ ابرامز ټانکونه ورکوي، چې بریتانیا او جرمني هم د ورته مرستې ژمنه کړې وه.‌

د اوکرایین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اندري میلنیک د دې اعلان هرکلی کړی، خو له متحدینو یې غوښتي چې د "جنګي الوتکو ټلواله" جوړه کړي چې اوکرایین ته به یورو فایټر، تورناډو، فرانسوي رافایل او سویډني ګریپین جیټ الوتکې هم ورکړي. 

د یکشنبه په ورځ په یوه مرکه کې، د آلمان صدر اعظم وویل، دا "بابیزه ښکاري" چې اوکرایین ته د نورو پوځي مرستو د لېږلو په اړه بحث وکړي حال دا چې دوی یوازې د لیپرډ ۲ د لېږلو ژمنه کړې وه.

 اولاف چالز همداشان د جرمني ورځپاڼې Tagesspiegel ته ویلي چې د ناټو پوځي ټلواله له روسیې سره په جګړه کې نه ده او دا به "دا ډول وضعیت ترینګلي کولو ته اجازه ورنه کړي".

مسکو پر ناټو تور پورې کړی چې د اجرتي جګړې له خوا یرغمل دی او د متحدو ایالتونو او جرمني په ګډون دې  ددې ټلوالې غړي د پوځي مرستو له لېږلو ډډه کوي چې ښايي جګړه لا پسې پراخه شي.

د فرانسې ولسمشر، اېمانوېل مکرون، د دوشنبې په ورځ خپله همغږي وښوده – هغه وویل کله چې اوکرایین ته د ملاتړ چمتو کولو خبره راځي، په داسې حال کې چې"هېڅ شی نه مستثنی کېږي" دا باید وضعیت لا نور هم خراب نه کړي او نه د ځان د دفاع لپاره د فرانسې وړتیا محدوده کړي.

د هالنډ په ګډون د اروپايي اتحادیې نورو غړو هېوادونو تر اوسه په دې اړه چې ایا دوی به جنګي الوتکې واستوي، دقیق ځواب نه دی ورکړی.

په هرصورت، پولنډ داسې اشاره کړې چې له ناټو سره په همغږۍ کې د جنګي الوتکو چمتو کولو ته تیار دی.