ایران کې بې درکه افغان محصله؛ د افغانستان سفارت یې تر اوسه په موندلو نه دی بریالی شوی

Sahra

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح، صحرا رضايي د تلې/میزان له ۲۶مې بې درکه ده
د خپرېدو وخت

د صحرا رضايي پر تری تم کېدو اوس یوه نیمه میاشت اوړي خو تر دې دمه یې موندلو لپاره د کورنۍ، وکیل او فعالانو ټولې هڅې بې پایلو پاتې دي.  

هغه د تهران علامه طباطبايي پوهنتون کې د ژورنالیزم د اووم سمستر محصله وه.‌

ایران کې د افغانستان سفارت یوې سرچینې تازه بي بي سي ته ویلي چې د دوی لخوا هم د اغلې رضايي د قضیې تعقیب تر اوسه پایله نه ده لرلې.

د صحرا رضايي د کورنۍ وکیل رضا شفاخواه وايي هغه "د تلې/میزان له ۲۶مې چې پر همدې ورځ د ایران حکومت ویاند علي بهادري جهرمي دغه پوهنتون ته ورغلی و، تری تم ده او احوال یې نشته."

د شفاخواه په وینا دوی له عدلي طب نیولي تر زندانونو، بېلابېلو ځایونو کې د اغلې رضايي د لټون غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې څرک نه دی لګېدلی.

د صحرا رضايي د ورکېدو خبر لومړی ځل د ایران وروستیو اعتراضونو کې "د نیول شویو کسانو د وضعیت د تعقیب کمېټې" ورکړی و.

اوس د دې کمېټې یوې غړې 'شیوا نظر اهاري' بي بي سي ته ویلي په دې موده کې نه دي توانېدلي چې د اغلې رضايي په اړه څه مالومات لاس ته راوړي.

Iran

د عکس سرچینه، ARSHEHONLINE

د عکس تشریح، اعتراضونه

وړاندې د علامه طباطبايي پوهنتون تر ۳۰۰ ډېرو محصلانو هم په یوه بیان کې د صحرا رضايي‌ د تری تم کېدو یادونه کړې وه.

دوی لیکلي و "په داسې حال کې چې د طباطبايي پوهنتون د ژورنالیزم افغانې محصلې صحرا رضايي په نیول کېدو ۳۱ ورځې اوړي، له نیول کېدو وروسته یې له کورنۍ سره هېڅ اړیکه نه ده شوې. کورنۍ یې په وار وار زندانونو، روغتونونو او ان د مړو یخچالونو کې پسې ګرځېدلې چې خپله لور ژوندۍ یا مړه پیدا کړي، خو هېڅ خبر یې نشته."

دغو محصلانو د خپل پوهنتون پر چارواکو هم نیوکه کړې وه چې ګواکې د اغلې رضايي د قضیې تعقیب کې ناغېړي کوي.

دوی لیکلي "د علامه طباطبايي پوهنتون مدیرانو ان د هغې کورنۍ را پرېنښوده چې د خپلې لور د وضعیت تعقیب لپاره پوهنتون ته راغلې وه – دوی د دې تشې ژمنې په ورکولو سره چې 'موږ وضعیت تعقیبوو' د دغې کورنۍ د غږ غلي کولو هڅه وکړه."

د اغلې رضايي په اړه ویل کېږي چې تر هغې وروسته تری تم شوه چې پوهنتون ته یې د ایران حکومت ویاند ورغلی او دې خپل کور ته زنګ کړی و.

د افغانستان سفارت هڅې

صحرا رضايي

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح، فعالان او د طباطبايي پوهنتون محصلان د صحرا رضايي د موندل کېدو غوښتنه کوي

یوې باخبره سرچینې بي بي سي فارسي ته اوس ویلي تهران کې د افغانستان سفارت خپلې حقوقي څانګې ته امر کړی چې د صحرا رضايي د تری تم کېدو موضوع تعقیب کړي.‌

 

د دې سرچینې په وینا چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، تهران کې د افغانستان سفارت د سرپرست عبدالقیوم سلیماني په ګډون یوې غونډه کې ویل شوي‌ چې دغه سفارت له بېلابېلو مراجعو سره اړیکه کړې، خو تر اوسه د اغلې رضايي څه درک نشته.

دا سرچینه وايي چې ښاغلي سلیماني تر اوسه دوه ځلې د صحرا رضايي د کورنۍ له غړو سره لیدلي او د هغوی اسناد یې هم کتلي دي.

دا سرچینه زیاتوي تر کومه ځایه چې قانون او دیپلوماتیک دود اجازه ورکوي، سفارت دا موضوع تعقیبوي.‌