تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند په یوه ایالت کې ولې پر 'خوږو مالوچو' بندیز لګول شوی؟
- Author, شرلین مولان
- دنده, بي بي سي-ممبۍ
- د خپرېدو وخت
ایا له بورې جوړ شوي خواږه تارونه چې د خواږه مالوچ په نامه هم مشهور دي، د سرطان لامل کېدای شي؟
د ځینو هندي ایالتونو چارواکي همداسې فکر کوي او له همدې کبله یې پر دې ګلابي رنګه خوږو بندیز لګولی دی. د هند تامل ناډو ایالت چارواکو تېره اونۍ د دې خوږو له معایناتو وروسته وویل، چې روډامین-بي نومی عنصر یا کیمیاوي مواد پکې موندل شوی، چې د سرطان لامل کېدای شي او له هغه وروسته یې پرې بندیز ولګاوه.
روانه میاشت فدرالي سیمه پودوچیرې کې پرې بندیز ولګېد او ځینو نورو ایالتونو یې بیا بېلګې معایناتو ته استولې دي.
دا خواږه، چې په هند کې د خپلې ظاهري بڼې له کبله د (بړهیا بال) یا سپین سرې ښځې ویښتو په نامه هم مشهور دي او انګلیسي نوم یې کاټن کېنډي دی، د ټولې نړۍ په ماشومانو کې ډېر مینه وال لري. دا خواږه په خوله کې ژر ویلي کېږي، یو څه سریښناک وي او معمولاً په مېلو، جشنونو او نورو داسې ځایونو کې پلورل کېږي، چې ډېر ماشومان ورځي.
خو ځینې هندي چارواکي په دې باور دي، چې دا خواږه دومره ښه شی نه دي لکه په سترګو چې ښکاري.
د تامل ناډو ایالت چنی ښار د خوړو خوندیتوب ادارې یو افسر پي ستیش کومار انډین ایکسپریس ورځپاڼې ته په دې هکله ویلي، دا خواږه داسې یو ډول ککړه ماده لري، چې ''د سرطان لامل کېدای شي او د بدن پر ټولو غړو اغېز کوي.''
څوک یې چمتو کوي؟
ده او ملګري ټیم یې تېره اونۍ د خپلې سیمې سمندرغاړه کې د دې خوږو پر پلورونکو چاپې ووهلې. ښاغلي کومار وايي، دغه خواږه ځینې کسان په خپل سر چمتو کوي او ثبت او راجستر شوي شرکتونه یې نه چمتو کوي او نه یې هم پلوري. څو ورځې وروسته چارواکو د دې خوږو په معایناتو کې د روډامین-بي له موندلو وروسته پرې بندیز ولګاوه.
دا کیمیاوي ماده یو ډول ګلابي بخون رنګ رامنځته کوي، چې معمولاً د ټوکرانو رنګولو، سینګار توکو او یا رنګونو چمتو کولو کې کارول کېږي.
څېړنې ښيي چې دا کیمیايي مواد د سرطان لامل کېږي، اروپا او کالفورنیا د خوړو رنګ په توګه پرې بندیز لګولی. پر (خوږو مالوچو) د بندیز اعلان پر مهال د تامل ناډو عامې روغتیا وزیر ما سوبرامانین وویل، ''د داسې خوړو بسته بندي، واردول، په عامه ځایونو یا ودونو کې داسې خواړه وړاندې کول چې روډامین-بي پکې شامل وي داسې جرم دی، چې د ۲۰۰۶ کال د خوړو خوندیتوب قانون له مخې به سزا ورکول کېږي.''
تامل ناډو ته په کتو دې ته څېرمه اندراپردېش ایالت هم د دې خوږو بېلګې د معایناتو لپاره لابراتوار ته استولې دي. له دې مخکې روانه اونۍ نیو انډین ایکسپریس ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ویلي و، چې د پلازمېنې ډیلي چارواکي هم پر دې خوږو د بندیز په هکله غور کوي.