د ۹۹ ماشومانو له مړینې وروسته اندونیزیا پر اوبلنو درملو بندیز لګولی

    • Author, فرانسيس ماو
    • دنده, بي بي سي نيوز
  • د خپرېدو وخت

په اندونیزیا کې د نژدې ۱۰۰ ماشومانو تر مړینې وروسته دغه هېواد د ټوخي پر هر ډول شربت او هغو اوبلنو درملو بندیز لګولی چې څښل کېږي.

دا پرېکړه څو اونۍ وروسته تر هغه وشوه چې په ګمبیا کې نژدې ۷۰ ماشومان د ټوخي شربت د څښلو له کبله مړه شول.

اندونیزیا وايي، ځینې شربت د ګوردو ستونزې پېښوي چې یوازې سږ کال د ۹۹ ماشومانو د مړینې لامل شوی

لا روښانه نه ده چې دا درمل وارد شوي او که په کور د ننه تولید شوي دي.

اندونیزیايي روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، په ماشومانو کې د ګوردو د ستونزو ۲۰۰ پېښې یې ثبت کړې دي.

د روانې میاشتې لومړیو کې، د روغتیا نړیوال سازمان په نړیواله کچه یوه خبرداري کې څلور ډوله د ټوخي شربت ګمبیا کې د ۷۰ ماشومانو د مړینې له لامل سره غوټه وبلل.

دغه سرچینه وايي، هلته د ټوخي څښل شوي شربت یوه هندي شرکت جوړ کړي چې له ټاکل شوې اندازې ډېر ډای ایتیلین ګلایکول او ایتیلین ګلایکول مواد یې پکې ګډ کړي.

د اندونیزیا د روغتیا وزیر وايي، د شربتو ترکیب کې ددغو کیمیاوي موادو شتون په کور د ننه ځینو درملو کې هم موندل شوی.

دی وايي، په ګمبیا کې څښل شوي د ټوخي شربت په سیمه کې نه پلورل کېږي.